ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: له منکراتو څخه د خلکو خلاصون او سمې لارې ته رابلل د محتسبينو اساسې دنده ده

د فکرونو رغونه او د اسلامي حکمونو پلي کول د شريعت هغه اساسي غوښتنه او د حاکم نظام بنسټيزه دنده، چې د اسلامي حکومت ټول چوکاټ رانغاړي.

په همدې اساس په افغانستان د اسلامی امارت له حاکميدو وروسته د کړيدلي ولس او د هېواد هري ويجاړې شوې برخې ترڅنګ ټولنه له منکراتو پاکول اود اشعال شوو فکرونو بيا جوړونه د اوسني حاکم بشپړ اسلامي نظام اساسې دنده ده.

يادو بنسټيزو دندو ته د ښه او اسلامي تګلارو په اساس د رسېدو په پار د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اوريدولو وزارت د محتسبينود تعليم او تربيت رياست له لوري د کابل ښاري رياست په ګډون د ۳۴ ولايتي رياستونو د محتسبينو د وړتيا لوړونې روزنيز سيمنارونه تېره ورځ پای ته ورسيدل، چې څه موده وړاندي پيل شوي وو.

د سيمنار په پاي غونډه کې د رياست الوزار اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې له منکراتو څخه د خلکو خلاصون او سمې لارې ته رابلل د محتسبينو اساسې دنده ياده کړې او ویلي يي دي؛ چې تاسې تر هغي مکلف ياست څو په ټولنه کې ټول وګړي په اسلامي احکامو باندې د ژوند کړه وړه برابر کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال دغه ډول سيمینارونه د ظرفيت لوړولو او د ادارو مسولينو او کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو لپاره مهم بللي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت د زرګونه علماوو، د قرانکريم حافظانو، مجاهدينو او د دې هېواد د بچيانو د وينو پايله او ثمره ده او لازمه ده، چې د اسلامي امارت مسولين او په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت محتسبين په مسوليت او نيک چلند له زړه د نظام ساتنه وکړي.

ښاغلي حنفي همداراز د دې وزارت د شکايتونو اورېدلو مسولینو مهم مؤوليت ته په اشارې ویلي؛ د خلکو د شکايتونو او نظرونو اورېدل، راټولول او مسولینو ته يې رسول د عدالت په پلي کېدو او د ظلم په مخنيوي کې مهم رول لري.

نوموړي همداراز له هغوي غوښتي، ترڅو په بشپړې امانتدارۍ د خلکو نظرونه او شکايتونه راټول کړي او د اسلامي امارت مسولینو ته يې ورسوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په پای کې د هېواد د پراختیا او ابادۍ لپاره د اسلامي امارت ټينګ هوډ ته په اشارې زیاته کړې، د لويو اقتصادي او پراختيايي پروژو په ترسره کولو سره هڅه کوو هېواد د پراختیا او پرمختګ مرحلې ته داخل کړو.

د الوزرا سياسې مرستيال مولوي عبدالکبير بيا په خپلو څرګندو کې د اسلامي اصولو له مخي ټول محتسبين پر خپلو دندو مکلف ګرځولي او ویلي يي دي؛ چې د اسلامي احکامو د پلي کولو لپاره له بېلابېلو حکمتونه او ښه چلند څخه کار واخلي.

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اوريدلو وزارت سرپرت ویلي؛ له منکراتو خلک منع کول او ښو ته رابلل يو الهي حکم دی، چې بايد په داسې ډول ترسره شي چې د مسلمان له اسلام سره لا مينه زياته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د اسلامي نظام له حاکميدو وروسته د شرعي احکامو د پلي کولو او له بدو، ناوړه اعمالو څخه د خلکو ترڅنګ د ټولنې خلاصون په موخه د ياد وزارت له لوري جدي هڅي پيل شوي، چې پر اساس يې په ټول هېواد کې بشپړ اسلامي نظام حاکم شوی او د هر ډول فساد لمن ټوله شوې، چې د خلکو پر ژوند يې خورا مثبته اغيزه کړي ده.