د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ نولس کلنو نړیوال جام سیالیو په لومړۍ تمریناتي لوبه کې انګلستان ته په ۶۷ منډو ماتې ورکړه.
د دې سیالۍ پچه انکلستان لوبډلې وګټله او افغان ځوانانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان ځوانانو په ۴۸.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره سیالې لوبډلې ته ۲۳۹ منډې هدف وټاکه.
افغان ځوانانو له دې هدف څخه د یوې بهترینې توپاچونې پر مټ دفاع وکړه او سیاله لوبډله یې په ۱۷۱ منډو له ډګره بهر کړه او لوبه یې د ۶۷ منډو په توپیر وګټله.
افغان ځوانان به د یادو سیالیو په ترڅ کې خپله دویمه تمریناتي لوبه د راتلونکې سه شنبې په ورځ د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي.