ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لوګر کې د عینک په نوم راډیو نشرات پیل کړل

ذبیح الله مجاهد د عینک راډیو په پرانسته کې د دې راډيو پیل د افغانستان په ځانګړي ډول د لوګر ولایت لپاره یوه ښه زیری یاد کړ او ژمنه یې کړې، چې دوی د سانسور پر وړاندې مبارزه او د رسنیو ملاتړي دي.

ښاغلي مجاهد ویلي؛ د رسنیو لپاره د فعالیت یوه ښه زمینه برابره شوې ده او دا چې موږ ورځ په ورځ د نویو رسنیو رامنځته کول وینو دا په دې دلالت کوي، چې په دې برخه کې باید پانګونه وشي.

نوموړي زیاته کړې؛ ځینې رسني له بهرنیو سره تړلې وې، کله چې هغوی لاړل نو رسنۍ یې هم سقوط شوې.

په ورته مهال د عینک راډیو امتیاز څښتن له حکومت څخه رسنیو ته د ځانګړې توجه غوښتنې ترڅنګ ویلي؛ دا راډیو به د نورو راډيو ګانو په پرتله بېله وي او په ځانګړو برخو کې به خلکو ته خپرونې کوي.

همداراز د لوګر اطلاعات او کلتور ریاست هم ددې پرانستې پرمهال هیله وښوده چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره دا دویمه راډیو ده چې په دې ولایت کې پرانیستل کیږي.

د لوګر ولایت د مقام دفتر رییس مولوي وحیدالله میرویس رسنۍ د ټولنې لپاره مهمې وبللې او غوښتنه یې کړې، چې باید د هر خبر جوړېدوو لپاره پوره څېړنه وشي ترڅو تر خلکو په ښه ډول سمه خبره ورسیږي.

د ۲۰۲۴ کال په لړ کې دا لومړنۍ رسنې ده، چې افغانستان کې تازه پر فعالیت پیل کوي.

تر دې مخکې لوګر کې څلور خصوصي او یوې دولتي راډيو فعالیت درلود.