ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ شېن مکډرمټ د ملي لوبډلې د ډګرساتنې روزونکی وټاکل شو

افغانستان کرکټ بورډ شېن مکډرمټ د ملي لوبډلې د ډګرساتنې د نوي روزونکي په توګه وګوماره، چې د راتلونکې فبروري میاشتې په لومړیو کې به د سریلانکا پر وړاندې له لوبلړۍ وړاندې له افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي.

شېن مکډرمټ د ظرفیت لوړونې برخه کې د دریمې درجې سند لرونکی روزونکی دی، چې له دې وړاندې د بنګله دېش، سریلانکا، او اسټرالیا کرکټ لوبډلو سره په بېلابېلو روزنیزو ډګرونو کې د کار کولو پوره تجربه لري.

نوموړي په ۲۰۲۲ کال کې د بنګله دېش د ملي لوبډلې د ډګرساتنې برخې د مرستیال روزونکي په توګه دنده ترسره کړې او همدارنګه يې له ۲۰۱۹-۲۰۲۱ کال پورې د سریلانکا له ملي لوبډلې سره هم په همدې برخه کې کار کړی چې ترڅنګ یې په همدې موده کې د سریلانکا د الف لوبډلې د مشر روزونکي دنده هم پر مخ وړې ده.

شېن مکډرمټ له بنګله دېش او سریلانکا سره د دندې له ترسره کولو وړاندې له ۲۰۱۲-۲۰۱۹ کال پورې د اسټرالیا د ملي لوبډلې د لنډمهاله مرستیال روزونکي او د ډګرساتنې روزونکي او دغه راز د لنډ مهال لپاره د اسټرالیا د الف لوبډلې د کارکردګۍ څېړونکي او ډګرساتنې روزونکي په حیث دندې تر سره کړې دي.

د دې ټولو مسولیتونو او دندو ترڅنګ شېن مکډرمټ د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال د ۲۰ اوریزو سیالیو نړیوال جام او همدارنګه د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې له بېلابېلو لوبډلو سره د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان کرکټ بورډ اڼدریو پټک د ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکي په توګه ګمارلی.

دغه راز افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره د کارکردګۍ د څېړنې او فزیکي تکړښت برخه کې هم د روزونکو په لټه کې دی او یاد بستونه یې اعلان ته ورکړي دي.