ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژي وزارت د پروژو پلي کولو په موخه د ملي پراختیا شرکت له مسولینو سره د همغږۍ ناسته کړې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په یوه ناسته کې د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر آخوندزاده او د دغه وزارت یو شمېر ریيسانو په ملتیا د ملي پراختیا شرکت له ریيس عبدالرحمن عطاش سره د دغه وزارت د پروژو د پلي کولو په هکله خبرې کړي.

 په دغه ناسته کې د یاد وزارت د پروژو؛ د ۴۲ بندونو د جوړولو پروژو او په کنړ ولایت کې د ګمبیري د اوبو او برېښنا بند د پلي کولو د څرنګوالي د همغږي په اړه اندونه تبادله کړي.

 د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پروژو د پلي کولو په برخه کې د دغه وزارت د همکاریو په هکله ډاډ ورکړی او د لا زیاتو همکاریو او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار کړی.

د ملي پراختیا شرکت ریيس ویلي؛ یاد شرکت هڅه کوي، چې د بنسټیزو او اړینو پروژو په پلي کولو سره هېواد دځان بسیاینې په لور وخوځوي.

د اوبو او انرژي وزارت او د یاد شرکت ترمنځ د چارو د چټکتیا او لا زیاتو همغږیو د رامنځته کولو په موخه هوکړه شوې،چې د دواړو لورو له تخنیکي ټیمونوڅخه یو ګډ کمېسیون رامنځته شي او د پروژو د چارو په پرمخ وړلو کې په ګډه کار وکړي.