ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره د افغانستان ابتکار؛ اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره ګډ کار او تعامل ته چمتو دی

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار په غونډه کې وايي، اسلامي امارت چمتو دی، چې د متقابل احترام په پام کې نیولو سره د سیمې له هېوادونو سره ګډ کار، مثبت تعامل او همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د نورو هېوادونو ګټو، د حکومتولۍ جوړښتونو او پرمختیایي ماډلونو ته درناوی لري او له نورو هم د متقابل درناوي غوښتونکی دی.

د ښاغلي متقي په وینا؛ د اسلامي نظام د حاکمیت او خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره له شل کلنې مبارزې وروسته خپل برخلیک خپله ټاکو.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ د افغانستان تاریخ ثابته کړې، چې تحمیلي نسخو او طرحو د افغانستان درد نه دی دوا کړی او برعکس پایله یې لرلې ده.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یاده غونډه د خوښۍ ښودلو سربېره ویلي؛ هېواد یې غواړي، چې افغانستان د دوحې ناستې د خبرو اصلي برخه وي.

ښاغلي کابلوف د یوشمېر هېوادونو له لوري افغانستان ته د نویو سفیرانو لېږل د دواړو هېوادونو په ګټه بللي دي.

دغه‌راز د ایران سفیر حسن کاظمي قمي ویلي: “نن موږ د دې سیمې د خلکو استازي د کوربه هېواد په بلنه کابل کې راټول شوي یو، تر څو د مشورو له لارې د خپلو دولتونو لپاره د خیر او مصلحت لپاره داسې لاره ولټوو، چې افغانستان یې د نښلولو او اتصال نقطه وي.”

کابل کې د هند شارژدافير له افغانانو سره خپلې اړيکې تاريخي بللې او د همکاريو پر داسې ماډل يې ټينگار کړی، چې د افغانانو په گټه وي.

نوموړي همداراز د چابهار بندر له لارې افغانستان سره پر سوداګریزو اړیکو ټينگار کړی او له افغانستان سره يې د هند پر انکشافي مرستو هم خبرې کړې دي.

د هند شارژدافیر ویلي، چې له افغانستان سره خپلو تجارتي اړیکو ته دوام ورکوي.

د پاکستان شارژدافير په سيمه‌ييز اقتصادي اتصال کې د افغانستان رول محوري بللی او ویلي یې دي، چې د سولې او امنيت په چاپېريال کې د سترو اقتصادي پروژو تطبيق ته زمينه برابرېدلای شي.

نوموړي همداراز پر مشترکو غوښتنو او اندېښنو د مشترک کار غوښتنه کړې ده.

ښاغلي نظاماني ټینګار کړی، چې د افغانستان حکومت د دې هېواد په اقتصاد او امنیت کې مثبتې لاسته راوړنې لري او د سیمې هیوادونه باید په شریکه د افغانستان له حکومت سره خپلو مثبتو اړیکو ته دوام ورکړي.