ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر: شاعران او د قلم خاوندان دې داسې اشعار او لیکنې وکړي، چې راتلونکو نسلونو ته د هېواد د تېرو اتلولیو پیغامونه پکې نغښتي وي

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په مملې تاریخي بڼ کې د نرګس ګل مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه سربېره د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد، د یو شمېر وزارتونو او ولایتونو استازیو، د ۲۰۱ خالد بن ولید رضی الله عنه قول اردو مرستیال مولوي محمد نظامي، د امنیې قوماندانۍ امنیتي مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز، ملکي او نظامي مسولینو، ولسوالانو، د پوهنتون استادانو، لیکوالو او د شعر او ادب مینه والو ترڅنګ په سلګونه ځوانانو او ځايي اوسېدونکیو ګډون کړی و.

نرګس ګل مشاعره په لومړي ځل په ۱۳۹۳ کال کې ترسره او اوس هر کال په همدې موسم کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ترسره کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ویلي؛ د ننګرهار له علم پروره ولسونو مننه کوم، چې تل یې د علم او ادب مینه والو لپاره ادبي پروګرامونه او مشاعرې جوړې کړي، چې نن د مملې په تاریخي بڼ کې د نرګس ګل مشاعرې جوړېدو شاهدان یوو.

نوموړي ټولو شاعرانو او د قلم خاوندانو ته سپارښتنه کړې، چې د اسلام مبارک دين ارزښتونو او افغاني اصیل کلتور سره سم داسې اشعار او لیکنې وکړي، چې راتلونکو نسلونو ته د هېواد د تېرو اتلولیو پیغامونه پکې نغښتې وي.

د ځوانانو چارو مرستیال ویلي؛ ډېر د خوښۍ ځای دی، چې په امنیتي فضاء کې په ازاده توګه دغه مشاعره کې ګډون کوو، چې دا خپله د یو ازاد او مستقل هېواد ښکارندويي کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د یو هېواد ودانول څلورم مهمو اساسي برخو ته اړتیا لري، هغه استقلال، امنیت، عدالت او اقتصادي پیاوړتیا ده، چې له نېکه مرغه اوسني نظام کې دغه ټولې برخې شتون لري.

قاري راشد په ټولو ځوانانو، لیکوالو او شاعرانو غږ کړی، چې په نظامي ډګر مو ټولې کفري نړۍ ته ماتې ورکړې، خو اوس د فکري او قلمي مبارزې وخت دی، باید په دې مبارزه کې هم کوټلي ګامونه پورته کړو، څو نړۍ ته ثابته شي، چې افغانان په قلم کې هم له چا نه کم نه دي.

د نرګس مشاعره کې د ننګرهار د بېلابېلو سیمو د شاعرانو ترڅنګ د هېواد ملي او حماسي شاعر مطیع الله تراب او څو تنو نورو نوموتو شاعرانو خپل لیکل شوي شعرونه او یو شمېر ترانه ویوونکیو خپلې ترانې ګډوالو ته واورولې.