ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا او انګلیس په یمن کې نوي اهداف په نښه کړي

د امریکا او انګلیس هوایي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن په پلازمېینه صنعا او نورو سیمو کې ګڼ شمېر اهداف په نښه کړي دي.

ځايي رسنۍ د دغو ګوزارونو شمېر ۲۲ ښيي اما ځیني امریکايي رسنۍ د امریکایي چارواکو له قوله بیا د دغو هوایي ګوزارونو شمېر ۳۰ یادوي او زیاتوي چې دغو بریدونو کې ۱۰ پوځي مرکزونه په نښه شوي دي.

ورته وخت کې بیا امریکا او انګلیس په یوې ګډې خپرې کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې دغو تازه بریدونو کې یې ۳۰ ګوزارونه کړي او ۱۳ پوځي مرکزونه یې په نښه کړي دي.

تازه بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

دغه بریدونه د حوثي وسلوالو پر مرکزونو شوي او د دواړو لوریو امریکا او ملګرو یې او حوثي وسلوالو ترمنځ ناندریو وروسته تر هغې زور واخیسته، چې حوثي وسلوالو غزه کې د حماس څخه د ملاتړ په موخه پر اسرایلو توغندي وویشتل او دغه راز یې په سره بحیره کې د اسرایلو د ملاتړو هېوادونو لکه امریکا، انګلیس او نورو هېوادونو پوځي او سوداګریزې کیښتۍ په نښه کړې.

اردن کې پر امریکايي ځواکونو برید او په لړ کې یې د درې امریکایي سرتېرو وژل کېدل هم په منځني ختیځ کې د امریکا او نورو وسلوالو ډلو ترمنځ ناندرۍ زورورې کړې.

وړمه ورځ امریکایي ځواکونو په عراق او سوریه کې ځینې اهداف په نښه کړل، چې ویل کېږي د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو وسلوالو اړوند مرکزونه وو.