ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې “د اسلامي نظام او ملي یووالي استحکام” ستره غونډه وشوه

په دې غونډه کې د اسلامي امارت د ګڼو لوړ پوړو چارواکو په شمول علماوو، قومي مشرانو او ګڼو ولسي خلکو ګډون کړی و.

د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت مجاهدینو د ولس پر قوي ملاتړ يرغلګرو ته ماتې ورکړه او اوسنی نظام هم د ولس پر ملاتړ د هېواد د ابادۍ او سمسورتيا په موخه ګړندي ګامونه اخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له نړۍ سره ښو اړيکو، مثبت تعامل او متوازن سياست ته ژمن او له هېچا سره ستونزه نه غواړي.

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر سرپرست وزیر شيخ محمد خالد حنفي ویلي، چې په تېرو وختونو کې ځینو کسانو د افغانانو ترمنځ د نفاق خپرولو او قوم په نوم پروژې اخیستې، خو اسلامي امارت به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانان د قوم، ژبې، سمت او مذهب په نومونو سره ووېشي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په دې غونډه کې ټینګار کړی، چې ملي یووالی باید تر شعار پورې محدود پاتې نه شي او د افغانانو ترمنځ یووالي لپاره باید پیاوړی او په اخلاص سره کار وشي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد زیاته کړې؛ که افغانان سره یو ځای وي نو هېڅ دښمن به خپلو شومو موخو ته و نه رسېږي.

د قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري ویلي، چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته هېواد کې اسلامي نظام، سرتاسري امنیت او ملي یووالی ټینګ شوی او نن ورځ افغانستان کې د قومونو تر منځ هېڅ ډول نفاق نشته.

د افغانستان د اهل تشیع علماوو او متنفذینو ټولنې مشر سید حسن فاضل ویلي، چې ټول افغانان، هغه که شیعه وي که سني د اسلامي نظام ترڅنګ ولاړ دي او د افغانانو تر منځ هېڅ ډول قومي او مذهبي تبعیض ځای نه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د اهل تشیع وضعیت د تېر په پرتله اوس ډېر ښه دی، اوس‌مهال د اهل تشیع ځوانانو د جنازو شاهدان نه یو، هېواد کې مو بشپړ امنیت دی او د ښځو حقوق په ښه شکل تامین شوي دي.

د اسلامي نظام او ملي یووالي د استحکام په غونډه کې د افغانانو پر لا یووالي ټینګار شوی او افغانستان کې د سترو قوتونو ماتې د همدې یووالي پایله ګڼل شوې ده.

د یادې غونډې ګډونوالو افغانان یو موټی او یو قوت ګڼلی او ویلي یې دي، چې د دښمنانو شومې دسیسې او تبلیغات به مو هېڅ وخت هېوادوال بېل نه کړي، بلکې لا پیاوړي به پر یوه ټغر راټولېږي.

د ملي یووالي دا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.