کندوز کې د هېواد په کچه د وزلوبې درې ورځنۍ سیالیو په دوام پرون شنبه ( د سلواغې ۲۱مه ) په دویمه ورځ د زرګونه نندارچیانو په شتون کې په زړه پورې سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ سهار ۱۰ بجې پیل او مازیګر تر ناوخته یې دوام وکړ.
سهارنۍ سیالیو کې حاجي محمد پهلوان د حاجي محمد ولي بغلاني پر اس وزګړی تر حلال دایرې ورساوه او وروستی اوغلاق یې په خپل نوم کړ.
مازیګر مهال بیا د میدان حکم له لوري وروستی اوغلاق د ډاکټر عبد الغفور په ګټه اعلان شو.
ډاکټر غفور د سختې زورازمايۍ وروسته د حاجي محمد نور پر اس وزګړی تر حلال دایرې ورساوه؛ د یو اوښ او ۱۰۰ زره افغانیو ګتونکی شو.
د یادو سیالیو نن وروستۍ (دریمه) ورځ ده او تمه ده، چې نن به هم د ګڼو نندارچیانو په شتون کې په زړه پورې سیالۍ ترسره شي.