ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سلواغې شپږويشتمه؛ د سرو لښکرو ماته او د افغانستان د تاریخ زرین باب

د سلواغې شپږویشتمه له افغانستان څخه د سرو لښکرو د وتلو له ۳۵ مې کلیزې سره برابره ده.

د پخواني شوروي اتحاد لښکرو د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدې میاشتې پر شپږمه له سل زره کسیز پوځ سره د ځمکې او هوا له لارې پر افغانستان یرغل وکړ.

سرې لښکرې له نږدې لس کلنې جګړې وروسته په ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶مه له افغانستان څخه تېښتې ته اړ شول.

د شوروي اتحاد څه کمې لس کلنې جګړې افغانانو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.

په دې جګړه کې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان شهیدان شول، میلیونونو یې د بدن غړي له لاسه ورکړل او په میلیونونو نور کډوال شول.

د نړیوالو سازمانونو د شمېرنو پر بنسټ له هر سلو افغانانو څخه ۹ کسان له شوروي لښکرو سره په جګړو کې شهیدان شوي، ۱۱ سلنه یی د بدن غړي له لاسه ورکړي او په ورځني ډول ۱۵۰۰ افغانان له هېواده کډوال شوي دي.

د سرو لښکرو په مقابل کې افغانانو په مېړانه جهاد پیل کړ او روسان یې له افغانستان څخه تېښتې ته اړ کړل.

د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ پر ۱۵ ورځ ۱۱ بجې او ۵۵ دقیقې وې، چې د جنیوا هوکړه عملي شوه او د شوروي ځواکونو د ۴۰ فرقې قومندان جنرال بوریس ګروموف د وروستي پوځي په حیث پر امو سیند د دوستۍ له پله ازبکستان ته واوښت او په افغانستان کې د شوروي پوځ یرغل پای ته ورسېد.

پخواني شوروي اتحاد ته په دې جګړه کې درانه ځاني او مالي تلفات واوښتل.

د شمېرو له مخې په دې جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد نږدې ۱۵۰۰۰ سرتېري ووژل شول.

زموږ ملت یوازې شوروي لښکرې نه بلکې شوري تاریخ او کمونیستي ایډیالوژي داسې مات کړل، چې نور به یې یوازې په زړو یادښتونو کې کیسې لولو.