ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي امیرخان متقي او د دیمیتري ژیرنوف لیدنه؛ د افغانستان او روسیې اړیکو سربیره د دوحې په راتلونکې ناسته خبرې شوي

کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو، د دوحې راتلونکې ناسته او په کې د افغان حکومت د ګډون په تړاو خبرې شوي.

د روسیې سفیر د دوحې ناستې په تړاو د امارت د دریځ په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې، ترڅو د ګډون په صورت کې په دوحه کې د ناستې په څنډه کې له سرپرست وزیر سره ځینې لیدنې تنظیم شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ موږ د ملګرو ملتونو اړوندو ارګانونو سره له نژدې په تماس کې یو او د دوحې په ناسته کې د امارت د پلاوي د احتمالي ګډون د شرایطو په اړه مو خپل نظر شریک کړی دی.

مولوي امیر خان متقي زیاته کړې؛ که د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معنالرونکې سلا مشورو فرصت برابرېږي او اسلامي امارت وکولای شي، چې د افغانستان د استازیتوب مسولیت په ښه ډول ترسره کړي، یو ښه فرصت دی.

سرپرست وزیر ویلي؛ که د اسلامي امارت شرایط په پام کې نه نیول کېږي، نه ګډون غوره ګڼل کېږي او په همدې اړه د دوحې ناستې له ټولو ګډونوالو سره په خبرو بوخت یو.

د روسیې سفیر ویلي، د افغانستان حکومت دریځ یې درک کړی او مسکو سره به یې شریک کړي.