ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سلواغې ۲۶مه؛ د شوروي اتحاد د سرو لښکرو زوال او د افغانانو میړانه

د یو هېواد ازادي او هویت د اوسېدونکو په میړانه، همت او قربانیو پورې اړه لري، افغانانو ۳۵ کاله وړاندې د سلواغې په ۲۶مه پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو په وړاندې میړانه وکړه او له افغانستان څخه یې په داسې حال کې تېښتې ته اړ کړل، چې له بشپړ ځواک سربیره یې د کلونو هیلې له خاورو سره خاورې شوې، نو په همدې بنسټ نننۍ ورځ د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوې.

نن د سلواغې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او شړلو ۳۵مه کلیزه ده.

د پخواني شوروي اتحاد لښکرو د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومې پر شپږمه له ۱۰۰ زره کسیز پوځ سره د ځمکې او هوا له لارې پر افغانستان یرغل وکړ.

دوی غوښتل، چې د افغانستان له لارې ځانونه د هند تودو اوبو ته ورسوي، خو افغانانو يې په پوره ميړانه مقابله وکړه او له افغانستانه يې وشړل.

د شوروي اتحاد څه کمې لس کلنې جګړې افغانانو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.

په دې جګړه کې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان شهیدان شول، میلیونونو یې د بدن غړي له لاسه ورکړل او په میلیونونو نور کډوال شول.

د نړیوالو سازمانونو د شمېرنو پر بنسټ له هر سلو افغانانو څخه ۹ کسان له شوروي لښکرو سره په جګړو کې شهیدان شوي، ۱۱ سلنه یی د بدن غړي له لاسه ورکړي او په ورځني ډول یو زر او ۵۰۰ افغانان له هېواده کډوال شوي دي.

پخواني شوروي اتحاد ته دا جګړه ډېره ګران بیه تمامه شوه او په دې جګړه کې ورته درانه ځاني او مالي تلفات واوښتل.

د شمېرو له مخې په دې جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد نږدې ۱۵ زره سرتېري ووژل شول.

د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ پر ۱۵ ورځ ۱۱ بجې او ۵۵ دقیقې وې، چې د شوروي ځواکونو د ۴۰ فرقې قومندان جنرال بوریس ګروموف د وروستي پوځي په حیث د امو سیند له پله ازبیکستان ته واوښت او په افغانستان کې د شوروي پوځ یرغل پای ته ورسېد.

هغه وخت په افغانستان کې د شوروري ځواکونو عمومي قومندان د خپلې ماتې په اعتراف کې ويلي و، چې افغانستان ته زمونږ راتګ زمونږ د چارواکو ستره تېروتنه وه، مونږ به خپل راتلونکي نسل ته وایو چې بیا دا تېروتنه تکرار نه کړي .

زموږ ملت یوازې شوروي لښکرې نه بلکې شوري تاریخ او کمونیستي ایډیالوژي داسې مات کړل، چې نور به یې یوازې په زړو یادښتونو کې کیسې لولو.

د سلواغې ۲۶مه (د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د شړلو او ماتې ورځ) د افغانستان ملي راډیو تلویزیون کې د افغانستان تاریخي ورځې په مناسبت ونمانځل شوه.

په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د افغانستان ملي‌ راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ افغانان هغه څوګ دي، چې په میړانه یې دریو لویو قوتونو ته ماتې ورکړې او اوس د هېواد بیارغونې په پار نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانانو د روسانو وحشتونو په وړاندې پاڅون وکړ او په خپله میړانه یې له هېواده وشړل.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د وږي د اوومې وروسته افغانستان د شوروي اتحاد لخوا اشغال شو، چې په پایله کې یې یو نیم میلیون افغانان ووژل شول او په میلیونونو نور بې ځایه شول.

 مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ افغانانو د شوروي سرو لښکرو او د ناټو په ماتې سره ثابته کړه، چې دوی هغو کسانو ته غاښ‌ماتونکی ځواب ورکړی، چې افغانستان د نیولو په فکر کې وو.

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ نور محمد ثاقب یاده ورځ یوه تاریخي ورځ بللې او یلي یې دي؛ هرڅوک، چې د دې خاورې د نیولو فکر وکړي د انګلیسانو، شورویانو او امریکایانو د برخلیک سره به مخ شي.

نوموړي نړیوالو ته په خطاب کې ویلي، افغانان پرېږدۍ چې په سوله کې ژوند وکړي او خپله خپل هېواد اباد کړي.

ښاغلي ثاقب زیاته کړې؛ افغانان د نورو په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه نه کوي او نه هم چاته اجازه ورکوي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه وکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د شوروي اتحاد سرو لښکرو د شړلو او ماتې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي؛ افغانانو په جهاد او خپلو قربانیو سره ګاونډي او یو شمېر نور هېوادونو د شوروي اتحاد له اشغاله خلاص کړل.

ښاغلي حقاني زیاته کړې؛ اوس مهال افغانستان په بشپړه توګه خپلواک دی او د خپلواکۍ د ساتلو لپاره باید ټول افغانان لاس پکار شي.

د افغانانو شهامت او قربانیو ته په کتو دې د تیرو څه باندې ۱۰۰ کلونو له پرلپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د کامیابۍ څخه به په راتلونکي کې تیری کوونکي هېوادونه عبرت واخلي او د بل ځل لپاره دې پر افغانانو له هر ډول یرغل څخه وړاندې سل ځله فکر وکړي.

دا چې په درېيم ځل هم زموږ هېواد نوی له اشغال څخه د الله جل جلاله په نصرت سره ازاد شوی؛ څرګندوي، چې په افغانانو کې د ازادۍ غوښتنې حس لاهم په قوت کې شتون لري او د خپل دین او هېواد د ساتنې لپاره کلک هوډ او ژمنتیا لري.