ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل؛ د اتو لوبډولو په ګډون د والیبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالیو پرانیسته وشوه

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د اتو لوبډلو په ګډون د والیبال غوره ليګ درېیم پړاو سیالیو پرانیسته ترسره شوه.

د یاد غوره لیګ پرانیست غونډه کې د المپيک ملي کمېټې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال، ورزشي مشاور، د والیبال ملي فدراسیون سکرتر، د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست رییس، د ملي تلویزون مسولینو، ورزشکارانو او د والیبال ګن شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

 په دغه غونډه کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ټولو مسولینو، میلمنو، ورزشکارانو او د پرانیست غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلی او ویلي يي دي؛ ډېر د خوشحالۍ او افتخار ځای دی، چې موږ وتوانیدو د بدني روزنې او ورزش ریاست مسولینو، د والیبال ملي فدراسیون مسولینو او د ورزشکارانو په هڅه د والیبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ ترسره کړو.

نوموړي زیاته کړې؛ د ورزش ټولو فدراسیونونو ته دا وعده ورکوم، هغه څه چې د بدني روزنې او سپورټ ریاست په واک او اختیار کې دي له تاسو به یې درېغ نه کړو او موږ تل کوشش کوو، چې د ورزش د ټولو برخو لوبغاړي د دې جوګه شي، چې په نړیوالو میدانونو کې ولوبیږي او د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې ولري.

په دغه غوره لیګ کې ( ام البلاد، سپین غر، نښتر، پامیر، بالاحصار، بُست، هندوکش او  نګیني هریوا ) لوبډلې په دوو ګروپونو کې، چې  په هر ګروپ کې څلور _ څلور لوبډلې برخه لري سیالۍ کوي.

 لومړۍ لوبه یې تېره ورځ د نګیني هریوا او د بست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې  بست لوبډلې خپلې سیالې نګیني هریوا لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

هېره دې نه وي دغه سیالۍ د ملي تلویزون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي چې اته ورځې به دوام وکړي.