د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دارالامان محمدیه دارالعلوم د حدیثو د لویې دورې په فراغت غونډه او دستاربندۍ کې ګډون کړې.
غونډې ته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ تر ایمان وروسته غوره فضیلت د دیني زده کړو ترلاسه کول دي او له نېکه مرغه چې تاسو علما له دغه نعمت څخه برخمن شوئ.
نوموړي له يادو علماوو غوښتنه کړې، چې د خپل مسوليت پر اساس دیني زده کړې نورو هېوادوالو ته هم ورسوي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ دا د خوشحالۍ خبره ده چې تاسې په داسې وخت کې فارغېږئ، چې په ملک کې اشغال ختم دی، اسلامي نظام حاکم دی او دلته یې تاسې د دین د خدمت مصدر وګرځولئ.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ د جهاد دوره ختمه شوې اوس د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا وخت دی.
هغه نویو فارغو شویو علماوو ته ویلي؛ د اسلامي نظام د ساتنې لپاره که په ملکي، پوځي او یا هم تدریسي چارو کې د خدمت موقع برابره شوه، باید له خدمت دریغ ونکړئ.
نوموړي زیاته کړې، په افغان ملت کې د علماوو شتون او په ملت کې اسلامي غرور د دې لامل شول، چې ولسونه د اشغال تر څنګ ونه دریږي او د مجاهدینو ملاتړ وکړي.
سیاسي مرستیال ویلي؛ د سلواغې پر ۲۶مه، په دې ورځ له افغانستان څخه شوروي ځواکونه تښتېدلي او مات شوي دي، نن الحمدلله چې د ناټو او د امریکا د ماتې او د افغانانو د یوې بلې جهادي دورې د فتحې زېری پرې اضافه شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، دغه پېښې زموږ راتلونکو نسلونو ته د ازادۍ، خپلواکۍ او د اسلامي شریعت د پلي کېدو غوره درس ورکوي.
هغه د خپلو خبرو په پای کې ویلي؛ له پخوانيو وختونو سره د وروستي اشغال ماتولو فرق دا دی، چې د ناټو او امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې بشپړ اسلامي نظام رامنځته او د ولسونو ملاتړ له ځانه سره لري.