د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ له امنیه قومندان مولوي حفیظ الله سره لیدنه کړې.
مولوي حفیظ الله د یادې ولسوالۍ د اجتماعي او امنیتي وضعیت ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الورزا اداري مرستیال ته راپور ورکړي.
نوموړي ویلي؛ په یاده ولسوالۍ کې امنیت په بشپړه توګه تامین دی او سیمه ییز مسؤلین د خلکو د ستونزو حل او دوی ته د لازیاتې هوساینې لپاره تل نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي
د درزاب امنیه قومندان د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، چې د یادې ولسوالۍ د کانونو ویستنې په برخه کې د هېواد ځوانانو ته د لازیاتو کاري فرصتونو رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د درزاب ولسوالۍ د امنیه قومندان او نورو مسولینو فعالیتونه او کړنې ستایلي دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د امنیت تامین او اجتماعي هوساینه د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي او سیمه ییز مسولین د ولسونو د ستونزو د پېژندلو او ننګونو د حل په برخه کې مکلف دي.
ښاغلي حنفي ذکر شویو وړاندیزونو ته په اشارې ویلي، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د ولسونو ستونزو ته رسېدنه وکړي.