ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال پیغام!

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان ټولو مېرمنو ته مبارکي ویلې.

نوموړي ویلي، چې د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ مسلمانو او په ځانګړي ډول افغان مېرمنو اغېزناک رول لوبولی، په بېلا بېلو غزواتو، د تعلیم په پراخولو او حتی د اوسني شل کلن جهاد په بریالیتوب کې یې د پام وړ رول ترسره کړی دی.

ښاغلی مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې د اسلام مبارک دین، نارینه او ښځینه ته په یوه سترګه ګوري، دواړه دټولنې دوه وزرونه بولي. د مېرمنو عزت او درناوي کوي او ټول دمېرمنو احترام او له دوی سره عدالت او ښو اړیکو ته را بولي.

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په وینا؛ د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي احکامو او ارشاداتو په رڼا کې ښځو ته ځانګړي حقونه او درنښت ورکړي.

مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی، چې اسلامي امارت نه غواړي دتېرې دورې په څېرپه تشو شعارونو او بې ځایه وعدو ښځې وغولوي او د پروژو او پيسو د ترلاسه کولو لپاره له دوی د وسیلې په توګه کار واخلي، بلکې امارت غواړي چې په واقعي مانا دښځو حیثیت او عزت خوندي او د دنیا او اخرت سعادت یې په نصیب شي.

نوموړی زیاتوي، چې اسلامي امارت، په زور د کونډو په نکاح کول، په بدو کې دښځو ورکول او دوی ته د ناکړې ګناه سزا ورکول، او دې ته ورته ناروا او پر ښځو کېدونکي ظلمونه په کلکه منع کړي دي.

مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت نجونو ته دزده کړو د شرایطو او ښځو ته په ټولنه کې د کار او سوداګرۍ لپاره د ډاډمن او مصون چاپېریال د برابرولو هڅې کوي او کوښښ کوي چې ښځې داسلام او د افغانانو د کلتور په چوکاټ کې په هر ډګر کې ځان وویني او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.

نوموړي په پای کې یو ځل بیا خپلو پتمنو، مومنو او ویاړلو مېرمنو ته د دوی د ورځې مبارکي ویلې ده.