د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.
دا ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه ویلي؛ ژبې د هېواد د ښکلا او یووالي استازولي کوي او اسلامي امارت به د هغو ژبو پیاوړتیا ته پام وکړي، چې له پامه لوېدلې دي.
نوموړي له لیکوالو او ښکېلو بنسټونو غوښتي، چې د ژبې بډاینې په برخه کې لاس ورسره یو کړي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کتلور وزارت کلتوري مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي د ژبو پیاوړتیا په برخه کې د کار او هڅو ژمنه کړې او له نړیوالو بنسټونو يې غوښتي، چې کلتوري برخه دې له سیاست څخه لېرې وساتي.
د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي بیا د ملي ژبو پر زده کړې د ټینګار ترڅنګ وړانديز کړی، چې له پامه لوېدلو ژبو ته دې نصاب جوړ او ووېشل شي.
په یاده غونډه کې د نورستاني، ازبکي، منجاني او نورو ژبو لیکوالو او استازو هم ګډون کړی و او له اسلامي امارت څخه یې د یادو ژبو د پياوتیا برخه کې د کار غوښتنه وکړه.
له دې وړاندې د ریاست الوزرا په لارښوونه د کورنيو ژبو ګډ کمیسیون جوړ شوی، چې موخه یې د ژبو پیاوړتیا او مهذب کول دي.