ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي ریاست په ۱۴۰۲ کال کې د چاپ شوو کتابونو مخ کتنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په ۱۴۰۲ کال کې د چاپ شویو کتابونو مخ‌کتنې غونډه کې یاد وزارت ویلي؛ چې اوس مهال  لیکوالانو لپاره د کتاب لیکنې غوره فرصت په لاس راغلی، ترڅو له هغو پېښو چې د هېواد پر خلکو تېرې شوې دي ګټور کتابونه ولیکي او یاد وزارت په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

د بیهقي ریاست له لوري د چاپ شویو ۳۰ ټوکه کتابونو د مخکتنې په مراسمو کې د اسلامي امارت د مسولینو شتون درلود.

په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي ویلي؛ د افغانستان تاریخ له داسې پېښو او حقایقو ډک دی، چې ولس یې شاهد دی.

ښاغلي فراهي د هېواد له لیکوالو او پوهانو غوښتي، چې د هېواد د راتلونکي نسل لپاره په هغو برخو کې ارزښتناک کتابونه ولیکي، چې دوی یې وړتیا لري.

د ملي‌راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي له لیکولانو غوښتي، چې د خپلو زده‌کړو، تجربو او وړتیاوو پر اساس لیکنې او ژباړې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي؛ د ټولنې پرمختګ ځوانانو پورې اړه لري.

 ښاغلي ستانکزي ټینګار کړی، چې ځوانان باید خپله مطالعه زیاته کړي.

 شیر محمد عباس ستانکزي د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسولینو هم غوښتي، چې مطالعې ته د ځوانانو هڅونې په موخه دې پروګرامونه لا پراخ کړي.

په یادو  ۳۰ ټوکه  کتابونو کې د قرآن کریم په ښکلي صحافت او بېلابیل علمي، دیني، کلتوري، ادبي او اقتصادي کتابونه شامل دي، چې په ۱۴۰۲ میلادي کال کې د بیهقي مطبعې له خوا چاپ شوي دي.

یو شمېر هغه لیکوالان چې ارزښتناک چاپي اثار یې لیکلي او ژباړلي وو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو له خوا ستایل شوي دي.