ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل ښاروالي: راتلونکی ۱۴۰۳ لمریز کال به کابل ښار کې دوه میلیونه نیالګي کېنول شي

کابل ښاروالي وایي، چې راتلونکی ۱۴۰۳ لمریز کال به کابل ښار کې دوه میلیونه میوه لرونکي او بې‌مېوې نیالګي کېنول شي.

ورته مهال کابل ښاریان د نیالګیو کېنول د ښاري ښکلا ترڅنګ د چاپېریال پاکوالي لپاره مهم بولي او وایي، چې خلک او حکومت دې یې په پالنه کې ګډه همکاري وکړي.

د کابل ښاروالۍ د مسولنیو په وینا؛ دا نیالګي به د عمومي واټونو او سړکونو په ګلدانونو کې کېنول شي، چې زینتي ګلان هم پکې شامل دي.

د دوی په وینا؛ د یادو نیالګیو د اوبه کولو او تازه ساتلو په موخه ځانګړي پلانونه جوړ شوي، تر څو د وچېدلو مخه یې ونیول شي.