ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ښارونو کې د موټرو کرایې کمې شوې

ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې په ښارونو کې د تګ راتګ لپاره د موټرو کرایې د تېلو د بیو په کمښت سره ټیټې شوې دي.

یاد  وزارت زیاتوي، چې د ښاري موټرو د کرایو نرخونو د کنټرول په موخه یې لایحه ترتیب او د پلي کولو لپاره یې په ښارونو کې په موټر چلوونکو ویشلې دي.

د مسولینو په وینا؛ د موټر چلونکو د سرغړونې د مخنوي او د لایحې د ښه د تطبیق په موخه یې د موټرو په تم ځایونو کې ځانګړي کسان ګمارلي دي.

له بل لوري کابل ښاریان د ترانسپورت وزارت له لوري د نرخونو د کنترول له امله خوښي څرګندوي، خو یو شمیر بیا ځینې موټر چلونکي د یادې لایحې څخه په سرغړونه تورنوي او وايي، چې په خپل سر له خلکو لوړې کرایې اخلي.

له دې وړاندې د تېلو او ګازو بیې په بې ساري توګه لوړې شوې وې او په ښارونو کې د موټرو کرایې هم پورته شوې وې، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو.