ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عتیق الله عزیزي: اسلامي امارت د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره د بیان د ازادۍ ملاتړ کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د نشراتي معینیت سرپرست مولوي ضیاالحق حقمل او په نشراتو د نظارت اوڅار ریيس ډاکټر عبدلواحد ریان په ملتیا د جنوبي اسیا لپاره د بي بي سي مشرې جکي مارتینس سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د هنر او کلتور مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره افغانستان کې د رسنیو، خبریالانو او بیان ازادۍ ملاتړ کوي.

مولوي عتیق الله عزیزي زیاته کړې؛ بي بي سي چې د افغانستان لپاره د نشراتو اوږده مخینه لري لازمه ده، چې زیات د افغاني ټولنې حساسیتونو او ځانګړتیاوو ته پام وکړي.

همداراز په دې لیدنه کې مولوي ضیاالحق حقمل ویلي؛ بې بې سي که غواړي په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، نو اړینه ده چې له هغو خبرونو او شایعاتو نشرولو څخه ډډه وکړي، چې هغه د افغانانو ترمنځ د نفاق او تعصب سبب ګرځي.

په نشراتو د څار اونظارت ادارې مشر یو شمیر هغه مستند موارد د بې بې سې مشرې ته ورپه ګوته کړي، چې په تیرو څو میاشتو کې د بې بې سي راډیو، بېلابېلو برخو او خپرنیزو منابعو خپاره کړي دي.

د جنوبي اسیا لپاره د بي بي سي مشرې جکي مارتینس ویلي؛ دوی به دغه ستونزې او ملاحظات له ځان سره یوسي او د ستونزو د حل لپاره به له خپلو مسولینو سره ورباندي خبري وکړي او له پایلو څخه به یې تاسې خبر کړل شئ.