ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک وروستي راپور په تړاو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت اعلامیه!

د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له لوري د ۲۰۲۴ م کال د اپرېل میاشتې په ۱۸مه نېټه راپور خپور شوی دی.

په دې راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته کتنه شوې.

په راپور کې ویل شوي، چې د تېرو څه باندې دوه کلونو راهیسې د افغانستان اقتصادي حالت ټکنی دی. د کورني ناخالص تولید کچه ټیټه شوې، انفلاسیون کم شوی، بازار ته د اړتیا وړ افغانۍ عرضه کولو کې کموالی راغلی او په سوداګرۍ کې هم کسر شتون لري.

همداراز په دغه راپور کې ویل شوي، چې د افغانۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې لوړ شوی، په هېواد کې د نشه يي توکو کرکېله ۹۰ سلنه کمه شوې او د ۲۰۲۳ م کال لپاره له ټاکلي هدف څخه ۹ سلنه زیات عواید راټول شوي.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د دغه راپور هغه برخې چې مثبتې او پر واقعیتونو ولاړې دي ستايي.

هغه برخې چې له عیني واقعیتونو څخه لرې دي ردوي، ځکه د اسلامي امارت له راتګ وروسته د کورني ناخالص تولید اندازه زیاته شوې، د خوراکي او غیر خوراکي توکو د قېمتونو د ټیټ‌والي اساسي علت په کور دننه د دې توکو په تولید کې زیاتوالی دی.

د معقولو پولي سیاستونو پر اساس د مارکېټ ارزونې او تقاضا له مخې بازار ته افغانۍ عرضه شوې، د سوداګرۍ د کسر په کمېدو کې د پام وړ پرمختګ شوی د مثال په ډول ویلی شو، چې  په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د افغانستان د صادراتو ارزښت شاوخوا ۸۵۰ میلیون ډالره و، خو په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د صادارتو کچه دوه میلیارد ډالرو ته ورسېده او د تېر په پرتله د وارداتو اندازه هم کمه شوې، چې اساسي علت یې په کور دننه د خوراکي او غیر خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی دی.

همدارنګه اسلامي امارت په هېواد کې د کانونو، زېربنا، صنعت، کرنې او نورو برخو کې سلګونو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې، چې ښه مثال یې د ۱۴۰۳ لمریز کال د حمل میاشتې په جریان کې د ۱۶.۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۹ زېربنایي پروژو پرانیسته ده.

په دغه راپور کې راغلي چې د اسلامي امارت له لوري د نشه یي توکو د کرکېلې بندېدو له امله سلګونو زرو بزګرانو خپل عاید له لاسه ورکړی. اسلامي امارت دا مني چې په ټول هېواد کې یې د نشه یې توکو پر کرکېله بندیز لګولی او بزګرانو ته یې د بدیل کښت برابرولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی او تر څنګ یې له نړېوالې ټولنې غواړي چې په دې اړه خپل مسولیت ادا کړي.

د افغانستان اسلامي امارت پر دې باور دی، چې که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، بندیزونه لرې، د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده او د پراختیايي پروژو د تمویل ترڅنګ په مختلفو برخو کې همکاري وکړي، په پایله کې به یې نوي کاري فرصتونه رامنځته او د هېواد په اقتصادي وضعیت به مثبت تاثیر وکړي.