ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له رییس سره د مولوی صدراعظم عثماني لیدنه؛ د کروندګرو او مالدارانو په اړه د یادې کمېټې په راتلونکو پلانونو خبرې شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د پروګرامونو رییس مارټین ډي بویر او د یادې کمېټې د اقتصادي خوندیتوب مشرې مېرمن یورسلا کیالي او ورسره مل پلاوی سره د کرنې په وزارت کې لیدنه کړې.

د دې لیدنې په ترڅ کې لومړی د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د پروګرامونو مشر مارتين ډي بوير د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د دغې کمېټې د فعاليتونو په اړه خبرې کړي دي او دغه راز د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، د اقلیم بدلون، له کروندګرو او مالدارانو سره د مرستو په برخو کې د یادې کمېټې د راتلونکو پلانونو په اړه هم معلومات وړاندې کړي او د کرنې او مالدارۍ له مرستیال څخه یې د دغه کمېټې د پروګرامونو په پلي کېدو کې د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه کړې.

بویر ویلي؛ یاده کمېټه د افغانستان په یو شمېر ولایتونو (کندهار، هرات، کاپیسا، ننګرهار، بلخ، بغلان او کندوز) کې له کروندګرو، مالدارانو او اړمنو خلکو سره د مرستې په موخه ګڼې پروژې پلې کړي دي او دا پروګرامونه به په راتلونکو کلونو کې هم دوام وکړي.

نوموړي د کرنې وزارت څخه غوښتي، چې د دې خیریه بنسټ د فعالیتونو په پلي کولو کې مرسته وکړي او د دواړو ادارو په همغږۍ دې چارې پلي شي.

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني له خیریه بنسټونو، انجوګانو او موسسو سره د همکارۍ او ملاتړ په اړه د امارت د ژمنو په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي؛ د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان سره له ټولو هغو بنسټونو سره همکاري کوي، چې د افغانستان د خلکو لپاره کار کوي، باید ټول بنسټونه او موسسې، چې په دې هېواد کې کار کوي د خپلو چارو او فعالیتونو په پلي کولو کې له امارتي ادارو سره په همغږۍ خپلې چارې پر مخ یوسي.

مولوي صدراعظم عثماني ویلي؛ د ټولو ولایتونو د کرنې ریاستونو ته زموږ سپارښتنه دا ده هر هغه بنسټ، چې د دوی پروژې اغېزمنتیا او روڼتیا ولری ورته د فعالیت اجازه ورکړل شي او له دوی سره هر اړخیزې همکارۍ وشي.

ښاغلي عثماني د سره صليب د نړۍوالې کمېټې له مسولينو غوښتي، چې د تېر په څېر زموږ له خلکو سره مرستې وکړئ، د کروندګرو او مالدارانو د اړتیاوو او لومړیتوبونو له مخې خپلې پروژې پلې کړئ او دغه راز بنسټیز کارونه د خلکو د اړتیاوو په کمولو کې ګټور تمامیدای شي.

په دې غونډه کې د اوبولګولو د کانالونو د جوړولو او بیارغونې، د اوبو د زېرمو جوړولو، استنادي دېوالونو جوړولو، د پیسو په بدل کې د بشري مرستو، د اوبو د ویالو پاکولو او د اقلیم د بدلون د منفي اغېزو د کچې ټیټولو په اړه هم خبرې شوي دي.