ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له بهرنيو هېوادونو څخه د تېرې ادارې د کارمندانو د راستنېدو په تړاو له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون اعلامیه!

د  اسلامي امارت له بیا حاکمېدو سره سم د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د عفوې د فرمان له مخې په ټول افغانستان کې عمومي عفوه پلې او ټولو افغانانو ته د سولې او ګډ ژوند فرصتونه برابر شول.

د اميرالمومنين حفظه الله تعالی د عفوې د عمومي فرمان د لا ښه پلي کېدو په موخه د اميرالمومنين حفظه الله تعالی د حکم په بنسټ له افغان شخصيتونو سره د تماس کمېسيون جوړ او په فعاليت يې پيل وکړ، چي تر دې مهاله ۸۳۹ تنه افغان شخصيتونه خپل هېواد ته راستانه شوي دي او په هېواد کې دننه له خپلو کورنيو او قريبانو سره ارام او خوشحاله ژوند کوي.

هیڅ کوم جهت د دې اجازه نلري، چې د تيرې ادارې کسان په دې وجه چې په تيره اداره کې يې کار کړی، وزوروي او ويي ګواښي.

موږ یو ځل بیا په بهر کې ( په ځانکړي ډول په ګاونډيو هېوادونو کې) پر مېشتو هغو افغانانو چې د تېرې ادارې نظامي او اداري کارمندان پاتې شوي دي، غږ کوو او ډاډ ورکوو، چې خپل هېواد ته راستانه شي، د ځینو اړخونو او مغرضو رسنیو پر بې اساسه تبلیغاتو غلط نه شي، په افغانستان کې د دوی ژوند ته هیڅ خطر موجود نه دی؛ دوی کولی شي، لکه د نورو افغانانو په څېر په امن کې ژوند وکړي او د خپل هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

له افغان شخصيتونو سره د تماس او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسيون