ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍڅخه ۵۹ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت ویلي؛ چې د دې وزارت د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو څخه ۵۹ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د ځانګړو وړتیاوو ښوونځۍ له دوه میاشتنیو زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

مسولینو یادو فارغانو ته د اطاعت په اړه هر اړخیزه ویناوې کړي او ویلي يي دي؛ د مشرانو او اوامرو اطاعت وکړئ، ځکه الله ج پرې مکلف کړي یو؛ د شخصي ګټو او غوښتنو پر وړاندې باید شریعت او د اسلامي نظام اصولو ته لومړیتوب ورکړئ، دا نظام د الله ج یو امانت دی چې مونږ او تاسو ته را سپارل شوی دی.

نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه پوره چمتووالی ښودلی، مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته رسېدلي.