د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د جنوبي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.
د جنوبي افریقا سوداګرو د شیخ شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې، په افغانستان کې د پانګونې لپاره شرایط او زمینې مناسبې بللي او د افغانستان د کاني زېرمو، سروزرو، مسو، تېلو او ګازو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړې.
یادو سوداګرو د دې کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه د کانونو او پټروليم وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه کړې.
شیخ شهاب الدین دلاور ویلي؛ افغانستان د سرو زرو، اوسپنې، مسو، لیتیمو، سرب او جستو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، د نفتو او ګازو خورا زیاتې کاني زېرمې لري.
نوموړي زیاته کړې؛ د هرات د نفتي حوزې د ۱۱ بلاکونو په ګډون یو شمېر نورې پروژې اعلان ته سپارل شوي دي، که لېوالتیا لرئ کولای شئ، په دغو پروژو کې پانګونه وکړئ.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په موخه د دوی دلېوالتیا هرکلی کړی او ژمنه یې کړې، چې د اړوندو قوانینو اړوند به یادو سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.