ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک سرپرست او د حسن کاظمي قمي لیدنه؛ د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

د افغانستان بانک سرپرست رییس هدایت الله بدري په کابل کې د ایران هېواد له سفیر حسن کاظمي قمي سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او بانکي همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان بانک سرپرست رییس د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او بانکي اړیکو پراختیا د ارزښت وړ یاده کړې او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک له اړخه د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د پوره همکارۍ ژمنه کړې.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېوادونو ترمنځ د غوره بانکي اړیکو شتون د سوداګرو لپاره اړینې آسانتیاوې رامنځته کوي او د افغانستان بانک ژمن دی، چې په هېواد کې پر نړیوالو معیارونو د برابرو بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره زمینه برابره کړي.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی امر صدیق الله خالد، د بانکي څارنې لوی امر عبدالرحمن قانت، د بازار د عملیاتو لوی امر محمد عباس سامح، د بانکي څارنې د لوی امریت احسان الله منصور او د ایران هېواد له سفیر سره مل پلاوي ګډون درلود.