د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په یوه ناسته کې په داسې حال کې چې د انرژي مرستیال مولوي حمدالله زاهد او د وزارت یو شمېر تخنیکي مسولینو هم شتون درلود، د یلو ریور- پاور چینا شرکت له رییس سره د باغدرې برېښنا بند باندې د پانګونې په خبرې شوي.
په دغه ناسته کې د یاد شرکت ریيس څرګنده کړې، چې چمتو دی؛ ترڅو د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا په جوړولو باندې پانګونه وکړي.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې ارزښت ته په اشارې سره د پانګونې د لمړنیو چارو پر چټکتیا او د عملي چارو د لا ژر پيلولو باندې ټینګار کړی.
همدارنګه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دې شرکت ریيس ته د دغه وزارت له لوري د همکاري ډاډ ورکړی دی.