د ملي دفاع وزارت ویلي؛ چې د وزارت اړوند د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۲۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له څلور میاشتنیو بېلابېلو مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې مسولینو تازه فارغ شویو منسوبینو ته ویلي؛ تاسو د ظاهري اعداد له یوې برخې څخه فارغ شوي یاست، هڅه وکړئ په خپلو مسلکي برخو کې د وخت د غوښتونو سره سم نورې زده کړې هم ترلاسه کړئ او خپل ځانونه په باطني اعداد سمبال کړئ.
باطني اعداد د خپل نفس پر وړاندې شریعت او اسلامي نظام ته لومړیتوب ورکول دي.
یادو فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې د خپل سر په بدل کې به له اسلامي نظام او هېواد څخه ساتنه کوي.
د مراسمو په پای کې فارغانو ته بری لیکونه ورکړل شوي دي.

