د بهرنیو چارو وزارت ویلي، المان باید د یو شمیر افغان کډوالو د ویستلو په اړه خپله پریکړه د دوه اړخیزې هوکړې له مخې ترسره کړي.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له المان څخه غوښتي، چې دغه موضوع د قنسولي نورماله تعاملاتو او د معقوله میکانیزم په رڼا کې او د دوه اړخیزې هوکړې په اساس حل کړي.
په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، دواړه هېوادونه وکړای شي د اتباعو د حقونو د تامین په موخه یاده موضوع له دیپلوماتیکو لارو مدیریت کړي، چې افغانان په یوې پلمه له نامعلوم برخلیک سره مخ نشي، او د نړیوالو منل شویو کنوانسیونونو خلاف دریم هېواد ته ونسپارل شي.
څو ورځې مخکې د المان په مانهایم ښار کې د یوه افغان له لورې په چړې د ګذارونو په پایله کې یو پولیس ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول، المان اعلان کړی چې د یو شمېر افغان کډوالو د ویستلو بهیر تر ارزونې لاندې نیسي.

