ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح الله مجاهد د دوحې ناستې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره لیدنې کړي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د دوحې۳ ناستې په څنډه کې په جلا جلا ناستو کې د هالینډ هېواد له استازي، د قزاقستان د بهرینو چارو مرستیال وزیر او سفیر، د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې، د سعودي عربستان له استازي او د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند هېواد له استازي سره لیدنې کړي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد په خپله اکس‌پاڼه لیکلي،”هالینډ د افغانستان په اړه رغنده نظر درلود او د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا پیاوړتیا او مثبتو لارو چارو مو ټینګار وکړ. “

نوموړي همداراز د قزاقستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او سفیر سره د لیدنې په اړه ویلي؛ د افغانستان او قزاقستان د سوداګریزو او ډپلوماتیکو اړیکو په پیاوړتیا مو خبرې وکړی.  قزاقستان او افغانستان د دوه اړخیزه اړیکې په خورا ښه حالت کې دي، دواړه لوري د لازیاتو قوي او هر اړخیزو اړیکو کوښښ کوو.

د اسلامي امارت ویاند د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره هم لیدنه کړې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو او د لا زیات باور د رامنځته کولو په هڅو ټینکار شوی.

د دوحې د ناستې په درشل کې نوموړي د سعودي عربستان له استازي سره په دې لیدنه کې سعودي عربستان له افغانستان سره د ښه تعامل غوښتنه کړې او په کابل کې یې د خپل سفارت د بیا پرانیستنې خبر ورکړی.

د لیدنو په دوام مولوي ذبیح الله مجاهد د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند هېواد له استازي جي پی سنګه سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا خبرې شوي.

 هندوستان د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغانستان له دریځ څخه ملاتړ کړی او له افغانستان سره د هند له مرستو څخه مننه شوې.