ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قاري محمدیونس راشد: خپله انرژي مو په کار واچوئ او هېواد د نورو له احتیاجه وباسئ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد خوست ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې “د ځوانانو د روښانه راتلونکي لپاره فرصتونه” تر عنوان لاندې سیمینار چې د یاد وزارت د ځوانانو چارو معینیت لخوا د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، ګډون کړی.

 په دې سیمینار کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شبيراحمد عثماني، فرهنګپالو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو محصلینو او ګڼ شمېر مسولینو شتون درلود.

 د سیمینار په پیل کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس د ځوانانو چارو له مرستیال څخه مننه کړې چې خوست ته راغلی او د ځوانانو ستونزې له نږدې اوري.

 د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمدیونس راشد یاد سیمینار ته د وینا پرمهال ځوانانو ته په خطاب کې ويلي، چې تاسو د هېواد راتلونکې یاست، خپله ځوانه انرژي مو په کار واچوئ اوهېواد د نورو له احتیاجه وباسئ.

 د سیمینار په وروستۍ برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال ځوانانو ته د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړی.