ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هلمند سيند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د هلمند لښکرګاه ښار په غازي محمد ایوب خان مېنه کي د هلمند سیند کلنۍ مشاعره ترسره شوه.

په دې مشاعره کې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد او ځایي چارواکو ګډون کړی و.

دا مشاعره د هلمند د اطلاعاتو او کلتور د رییس په وینا پرانیستل شوه.

ورپسې د هلمند مرستیال والي تر هر څه وړاندي د هلمند سیند مشاعرې په جوړښت او ډاډمن امنیت خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چي شاعران او لیکوالان باید د قلم په ژبه د ټولني ناخوالې راوسپړي او د ټولني په اصلاح او سمون کي رغنده رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مشاعره یوازې یو فرهنګي حرکت نه بلکې، شاعران او لیکولان د افغانستان جوړولو لپاره د شعر په ژبه ښې او ګټورې طرحې پکې وړاندې کولای شي.

مولوي ذبيح الله مجاهد ویلي، چې هلمند نه یوازې د شعر او ادب په تاريخ کې ځانګړی ځای لري، بلکې په دیني او جهادي برخه کې یې کارنامې هم د ستایلو وړ دي.

نوموړي زیاته کړه؛ د اسلامي امارت مسولین ژمن دي، چې د ګران هېواد د بیارغوني او اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

د ښاغلي مجاهد په وینا؛ په تېرو دوو کلونو کي زموږ هېواد په اقتصادي او بیا رغنيزو برخو کي د ډېرو ښو پرمختګونو شاهد دی.

د اسلامي امارت ویاند له شاعرانو او لیکوالانو غوښتي، چې د شعر په ژبه د اسلامي نظام ساتنه وکړي، په فکري روزنه کې خپل قلم تاند وساتي او د شعر په ژبه هغه څه راوسپړي چې په ټولنه کې اړتیا ورته لیدل کېږي.

په دې مشاعره کې د نعتونو، حمدونو او حماسي شعرونو ترڅنګ طنزيه شعرونه هم ولوستل شول او بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي ډول د تګ په تړاوو تمثيلي پارچه هم وړاندې شوه.