ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شوراب حماسه؛ د شوراب کمپ مستند او د یادې اډې شومې کړنې او پلانونه

د شوراب حماسه د ملي‌تلویزیون مستند؛

په دې مستند کې چې د شوراب پر کمپ یا باسټن اډې راڅرخي، د یرغلګرو زور زیاتي او ظلمونه، د افغانانو شهیدانول او پر یاد کمپ د فدایانو درې پرله‌پسې بریدونه انځور شوي دي.

د شوراب اډه؛ په مرکزي اسیا کې د نړۍ ستر استخباراتي مرکز

شوراب یا باسټن اډه هلمند کې موقعیت لري، چې په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې د برېتانوي ځواکونو له لوري په بیلیون پونډ جوړه شوې او په ۲۰۱۴ کې بیا د وخت ادارې او امریکايي ځواکونو ته سپارل شوې ده.

ویل کېږي په دې اډه کې د نړۍ په کچه پرمختللی هوایي ډګر جوړ شوی وو، چې په ورځني ډول ۶۰۰ الوتنې ترې ترسره کېدې.

دې اډې د اشغالګرو لپاره ځانګړی ارزښت درلود او د هېواد په ټولو برخو په ځانګړي ډول جنوب غرب زون کې یې د اشغالګرو ځواکونو نظامي عملیاتونه، چاپې او د عام بې ګناه ولس پر وړاندې خپلې شومې موخې پکې پلان کولې.

په ۱۳۹۶ لمریز کال کابل ادارې رسنیو ته ویلي و، چې د دې کال په ۸ میاشتو کې یې هلمند کې ۴۰۰ هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

بهرنیو یرغلګرو د شوراب اډې ته نږدې سیمو کې د عامو خلکو کورونه، فصلونه، ښوونځي او جوماتونه ونړول او دوی یې له ډیرو شکنجو وروسته له خپلو کورنو څخه مهاجرت ته اړ کړل.

عیني شاهدان وايي، چې یرغلګرو په یوه کور کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۵ بې ګناه پناه اخیستونکي افغانان بمبارد او په یو ځايي ډول تر خاورو لاندې کړل.

د دې غمیزې عینی شاهد نعمت الله وايي، چې د ښځې او ماشومانو په ګډون له ۵۰ زیات کسان شهیدان شوي وي او پر سهار مو یې د بدن ټوټې له خاورو راټولې او دفن کړې.

د شېراغا په نوم د هلمند یو بل اوسېدونکی وايي؛ لس کلن وم چې مور، درې وروڼه، درې خویندې او ټوله کورنۍ یې راته شهیدان کړل او زه یوازې پاتې شوم.

اشغالګرو په افغانانو خپله خاوره سور تنور ګرځولې وه او د ارام ژوند له نعمته یې بې برخې کړي وو.

دې ظلمونو او وحشيانه ربړونو د افغان مجاهدینو په وجود کې د جهاد انګیزه لا پیاوړې کوله تر دې، چې د دوی پر وړاندې یې د سر په بیه مبارزه پیل کړه.

یاد کمپ چې اشغالګرو ځواکونو ته هر ډول اسانتیاوې پکې رامنځته شوې وې، درې ځلې تر فدايي بریدونو لاندې راغلی او دوی ته یې بې شمېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په شوراب اډه لومړی برید په ۲۰۱۲ کې ترسره شوی، چې د اسلامي امارت ۱۵ په سپکو او درنو وسلو سمبال زړورو مجاهدینو له پرمختللو تکتیکونو څخه په ګټه اخیستلو باسټین کمپ ته د ننه شوي او شاوخوا پینځه ساعته جګړه یې کړې وه.

یاد برید د باسټېن اډې په څلورو برخو ترسره شوی او لږ تر لږه ۴۷ بهرني عسکر پکې وژل شوي وو، ۳۴ ټپیان او تر ۱۵ بېلابېلې الوتکې پکې له مینځه تللې وې.

 بهرنیو رسنیو د دې عملیاتو زیان درې نیم میلیارده ډالره ښودلی و، چې له ویتنام وروسته ترټولو ستر مالي زیان دی.

د یادولو وړ ده، چې دې برید کې برېتانوي شهزاده هري هم درې نیم ساعته کلابند و او وروسته بیا په تېښته بریالی شوی و.

نوموړي له دې برید وروسته په یوه مرکه کې اعتراف کړی و او یاد برید یې د ژوند تر ټولو سخته ورځ ګڼلې وه.

په  شوراب کمپ دویم استشهادي عملیات په ۱۳۹۱ لمریز کال د ۱۰ فدایانو له لوري ترسره شوي، چې څلور شپې او ورځې یې دوام درلود.

پر شوراب کمپ درېیم استشهادي عملیات په لیترنیک برخه، چې ۱۸ زره امریکایان پکې مېشت وو ترسره شوي او امریکايي سرتېرو ته درانه مالي او ځاني تلفات پکې اوښتي و.

د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د یادې اډې پاتې تاسیساتو د ساتنې په برخه کې د ۲۱۵ عزم قول اردو مسولین پر خپلې ژمنتیا ټینګار کوي او وايي، چې پاتې توکي یې له هر ډول خطر او تخریب څخه خوندي او ساتلي دي.