ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مهاجر فراهي: ولایتونو کې به خبریالانو ته د ځانګړو کارتونو وېش لړۍ پیل شي

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال او د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس له لوري په هرات کې د خبريالانو ستونزو ته د رسېدنې او حل په موخه غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د خبريالانو د کارتونو د وېش، د خبريالانو او رسنيو پر ستونزو، د رسنيو پر اړتياوو او د ورځپاڼو پر کيفيت او کميت خبرې شوې. 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي په یاده غونډه کې ویلي، چې د هېواد په مرکز کې د خبریالانو د کارتونو د وېش لړۍ پیل شوې او په ولایتونو کې به د اړوندو ادارو له لوري ووېشل شي.

د ښاغلي مهاجر فراهي په وینا یاد کارتونه د داسې ځانګړتياوو درلودونکي دي، چې يو عادي سرتيری کولای شي معلوم کړي، چې دغه کس خبريال دی او که نه دی، دغه راز یې زیاته کړې، چې دا کارتونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له وېبپاڼې سره مستقيم تړاو لري.

نوموړي زیاته کړې؛ چې دا کارتونه د امنیتي ادارو په برخه کې د خبریالانو لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي او د ټولو ولایتونو خبریالان کولای شي، چې له اداري طرزالعملونو وروسته د مکتوب له لارې یې ترلاسه کړي.

ښاغلي فراهي رسنیو د قوانینو په اړه ویلي، چې رسنیو قانون د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ترتیب شوی او د تصویب لپاره د عالیقدر امیرالمومنین تر څېړنې لاندې دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه ویلي، چې اطلاعاتو ته بايد د خبريالانو د لاسرسي زمينه برابره شي.