ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌الدین حقاني: خپل قلم او استعداد د ملي يووالي او مثبتې اصلاح لپاره وکاروئ

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د روزګان ولایت له لیکوالانو، د رسنیو له استازو او اسلامپاله مبارزینو سره لیدنه کړې.

ښاغلي حقاني له دوی غوښتي، چې د قلم او بیان رښتينی ارزښت دې د مثبتو افکارو په ترویج سره حفظ کړي، د اختلافي مسائلو له مطرح کولو دې ډډه وکړي او شته فرصت او وسایل دې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې د مثبتو مسائلو لپاره وکاروي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ډاډ ورکړی، چې نظام د شریعت په رڼا کې د قلم او بیان ارزښت ته ژمن دی.

د یاد ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریيس قاري اغاولي قريشي په رسنيزه برخه کې خپل ټول فعالیتونه د اسلامي او ملي ارزښتونو سره سم ګڼلي او ویلي یې دي، چې په یاد ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست په ټولنیزو پروګرامونو او نورو اړونده برخو کې ښې لاسته راوړنې لري او په راتلونکي کې به په رسنیزه برخه کې لا زياتې هڅې وکړي.

خلیفه سراج الدین حقاني د یاد ریاست لاسته راوړنې او پرمختګونه ستایلي او په روزګان کې یې د رسنيو د مسولينو، اسلامپاله مبارزينو او دولتي مسولينو ترمنځ د لا ښې همغږۍ غوښتنه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې اوس په هېواد کې بشپړ امنیت راغلی باید د هېواد د ابادۍ لپاره کار وشي.