ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت خپلې کلنۍ لاسته راوړنې له ملت سره شریکې کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي؛ د ښکار قانون د مسودې ترتیب او د توریزم قانون د مسودې تدوین، په کابل ښار کې د ۳۰ سیاحتي ساحو ثبت او سروې، د ۳۷۱ زره کورنیو او دوه زره او ۷۰۰ بهرنیو سیلانیانو ثبتول، کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د خدمتونو وړاندې کول او خصوصي او توریستي سکتورونو ته د یو زر او ۹۷ فعالیت جواز لیکونو ورکړه د ګرځندوی برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له فعالیتونو څخه دي.

دغه راز مسولین وایي، په ۱۶ ولایتونو کې ۱۰۰ لرغونې سیمې سروې او ۶۰ نوې لرغونې سیمې پېژندل شوي دي. همدارنګه د لرغونو سیمو ۱۰۰ جي پي اس نقشې ترتیب او له لرغونو سیمو په دوامداره توګه ساتنه شوې ده.

 د هېواد په کچه شپږ زره او ۲۳۲ قلمه لرغوني اثار ترمیم او ۶۳ زره او ۱۲۶ پاڼې خطي اثار او تاریخي سندونه سکن او ډیجیټل شوي دي.

د افغانستان ملي راډیو تلویزون پخواني رییس مولوي احمدالله وثیق ویلي، د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د یوې ملي رسنۍ او په علمي، ادبي او فرهنګي برخه کې د کار اوږده مخینه لري،

نوموړي زیاته کړې، چې دا ملي رسنۍ په بېلابېلو نشراتي، عملي، فرهنګي، ادبي او سیاسي برخه کې د هیواد، سیمې او نړۍ لپاره د خبر رسونې ترڅنګ هېوادوالو ته د عامه پوهاوي، د افکارو د تنویر، د ولس او حکومت ترمنځ د واټن راکمولو، د عامه اذهانو د روښانه کولو، د اسلام مبارک دین د تبلیغولو، د هیواد اصیل فرهنک او ادب ته د کار کولو، د دیني، ملي او فرهنګي ارزښتونو د ساتلو دنده په غاړه لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسولینو د معلوماتو له مخې، په ۱۴ ولایتونو کې د ځوانانو تعلیمي مرکزونه بېرته فعال شوي، له مالي او اقتصادي اړخه کمزورو ځوانانو ته د تخفیف په موخه له ۲۵ پوهنتونونو سره تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي، د ځوانانو د ظرفیت جوړونې لپاره ۲۶ طرحې ترتیب شوي او په پوهنتونونو او نورو مراکزو کې د ۶۹۴ تنه ځوانانو ستونزو ته رسېدنه شوې ده.