ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قاري محمد یوسف احمدي د ملي راډیو تلویزیون د لوی رییس په توګه دنده پیل کړه

قاري محمد یوسف احمدي د ملي راډیو تلویزیون د نوي رییس په توګه دنده پیل او د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد تلویزیون کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د ښاغلي احمدي د معرفي په غونډه کې د اسلامي امارت ګڼو چارواکو او د ملي تلویزیون رهبري او کارکوونکو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت چارواکو په اداراتو کې تغیر او تبدیل یو اصل او د کارونو د لا ښه والي او پرمختګ په موخه اړین ګام وباله.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي د ملي تلویزیون کارکوونکي متعهد او ژمن وګڼل او ډاډ یې ورکړ، چې د ښاغلي احمدي په راتګ سره به یې په چارو کې لا پرمختګ وشي.

د ملي راډیو تلویزیون پخواني رییس مولوي احمدالله وثیق د قاري محمد یوسف احمدي تېرې شل کلنې فرهنګي کړنې وستایلې او ویې ویل؛ نوموړی د لوړ فکر او بصیرت خاوند دی، چې په راتګ سره به یې ملي تلویزون لا وغوړېږي او پرمختګ به وکړي.

ښاغلي وثیق د ملي تلویزیون یوه ستره لاسته راوړنه د مسلکي کسانو پر ځای پاتې کېدل یاد کړل او زیاته یې کړه، چې د دوی د ژمنتیا له امله ملي تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه منبع ګرځېدلی او په هره برخه کې یې بې ساري پرمختګونه کړي دي.

په یاده غونډه کې د چارو ادارې مرستیال مولوي سیف الدین تائب د مولوي احمدالله وثیق تېرې کړنې او هڅې وستایلې او ویې ویل، چې ملي تلویزیون یې په هر اړخیز ډول په پښو ودراوه.

ښاغلي تایب زیاته کړه، چې اسلامي امارت کې اهل خلکو ته مسؤليت سپارل کيږي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د هېواد علمي کادرونه باید لا نور پیاوړي او تقویه شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي سعد الدین سعید وویل، چې موږ له ملي تلویزیون سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوو او د دې ادارې د پرمختګ لپاره به په ګډه کار کوو.

قاري محمد یوسف احمدي د چارو د لا پرمختګ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د تلویزیون د پرمختګ لپاره به په ښه روحیه او دوستانه فضا کې کار کوو او د غوړېدو لپاره به یې لا هڅې ګړندی کړو.

نوموړی له دې وړاندې د حکومت د رسنیو مرکز د رییس په توګه دنده اجرا کوله او د ملي تلویزیون پخوانی رییس مولوي احمدالله وثیق د سپورت او بدنې روزنې د نوي رییس په توګه ټاکل شوی دی.