ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قاري محمد یوسف احمدي د خبریالانو په مسلکي روزنه ټینګار کړی

د هلمند راډیو تلویزیون امر مولوي نظر محمد زاهد د افغانستان ملي راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي او مرستیال هدایت الله هدایت سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې زاهد د هلمند راډیو تلویزیون د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي، چې پکې د اداري او نشراتي چارو د لاښه والي په اړه یو شمېر وړاندیزونه او پیشنهادونه شامل وو.

ښاغلي زاهد دغه راز ویلي، چې هلمند راډیو تلویزیون په خپلو کمو امکاناتو د دې ولایت ټولو ولسوالیو ته سفرونه کړې او په وینا یې د راډیو تلویزون راپورونو تولید برخه کې د پخوا په نسبت ښه والی راغلی.

نوموړي زیاته کړې، هلمند راډیو تلویزیون د دې ولایت په کچه ۱۵ ولسوالیو کي نشرات لري، چي د اسلامي امارت پرمختیايي، اقتصادي، سوداګریز او بیارغوني موضوعات په سیمیزه او ملي کچه خپروي.

مولوي نظر محمد زاهد ویلي، چې د نشه‌يي توکو مخنیوي، ملي ارزښتونو خوندیتوب او هرډول فساد پر وړاندي د مبارزي په برخه کي ګټور پیغامونه ترخلګو رسولي دي اوهمداراز يې زیاته کړې، چې د دې تلویزیون ټول کاري پرسونل مسلکي دي، چې د پخوا په پرتله زیاتوالی پکې راغلی.

قاري محمد یوسف احمدي د هلمند راډیو تلویزیون کارکونکو هڅې ستایلي او د هلمند تلویزیون له آمر څخه یې غوښتې، چې په خپلو نشراتي او عامه پوهاوی پروګرامونو کې لا ډیر څه تر ولسونو پورې ورسوي ترڅو هېوادوال د خپلو مسولینو سره لا نږدې شي.

 ښاغلي احمدي د هلمند تلویزیون له امر څخه مننه کړې، چې هېواد والو ته ګټور نشرات وړاندي کوي او دغه راز یې د یاد تلویزیون آمر ته  د خبریالانو په مسلکي روزنه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی.