ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د جوجیتسو ملي لوبډلې ته د غوراوي سیالۍ پيل شوي

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند جوجیتسو ملي فدراسیون له لوري د کابل، هرات، فاریاب، بادغیس، بلخ، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، پکتیا، غزني او خوست ولایتونو د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو د ملي لوبډلې ته د غوراوي سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ د دوو کټګوریو ځوانانو او لویانو په مختلفو وزنونو کې ترسره کېږي، چې په پایله کې به د هېواد په کچه د نړیوالو سیالیو لپاره د غوره ورزشکارانو ۳۰ کسیزه لوبډله وټاکل شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ په نیوازا، فول کانټک او نوکي سبکونو کې ترسره کېږي او پنځه ورځې به دوام وکړي.