ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نن د اسیا جام کرېکټ سیالۍ پیلیږي

اسیا جام کرېکټ سیالۍ د اسیایي هېوادونو تر منځ د اتلولۍ جام دی، چې په دوه کلونو کې یو ځل ترسره کیږي.

دغه سیالۍ لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۴ م کال په اماراتو کې په ۵۰ اوریز شکل د هند، پاکستان او سریلانکا تر منځ وشوې.

په لومړي پړاو کې هندوستان لومړی، سریلانکا دویم او پاکستان درېیم مقام کې راغی.

له ۱۹۸۴ م کال را په دېخوا تر دې دمه ۱۵ پړاوه ترسره شوی، چې وروستی پړاو یې په ۲۰ اوریز شکل کې په اماراتو کې وشو.

 په وروستي پړاو کې د افغانستان په ګډون ۶ لوبډلو پکې ونډه لرله، چې سریلانکا پکې لومړی او پاکستان بیا دویم مقام کې راغی.

سږ کال ۲۰۲۳ کال اسیا جام د سریالانکا او پاکستان په ګډ کوربتوب د افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او نیپال ترمنځ په ۵۰ اوریز شکل کې ترسره کیږي.

د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالۍ په دوو ګروپونو کې ترسره کیږي، چې پاکستان، هندوستان او نیپال په اې ګروپ کې او افغانستان، سریلانکا او بنګله‌دېش په بي ګروپ کې ځای لري.

 د دې سیالیو لومړۍ درې او د سوپر ۴ پړاو یوه لوبه پاکستان کې کیږي او نورې پاتې لوبې یې په سریلانکا کې ترسره کیږي.

یادې سیالۍ به په روبین راونډ فارمټ کې کیږي.

 په لومړي پړاو کې هره لوبډله په خپل ګروپ کې دوه – دوه لوبې لري. له دې پړاو څخه دوه مخکښې لوبډلې سوپر فور پړاو ته ځي.

 په ۴ غوره لوبډلو کې بیا هم هره لوبډله یو یو ځل له نورو لوبډلو سره مخ کیږ، چې له دې پړاو څخه دوه مخکښې لوبډلې پایلوبې ته لار مومي.

 افغانستان خپله لومړۍ لوبه له بنګله‌دېش سره د وږي میاشتې پر ۱۲مه د یکشنبې په ورځ او دویمه یې د همدې میاشتې پر ۱۴ د سه شنبې په ورځ له سریلانکا سره په لاهور کې کوي.

د ۲۰۲۳ م کال اسیا جام سیالۍ نن چهارشنبه د وږۍ میاشتې پر ۸مه نېټه د پاکستان په ملتان ښار کې د کوربه پاکستان او نیپال ترمنځ پیلیږي.

تر دې دمه اسیا جام ۷ ځله هندوستان، ۶ وارې سریلانکا او دوه کرته پاکستان ګټلی دی.

روزي خان خپلواک