ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د علماوو او ولسي مشرانو ستره غونډه؛ د ملت په یووالي او لا پرمختګ ټینګار شوی

د کابل د علماوو شورا په کوربتوب د علماوو او مخورو تر منځ د سلګونه کسانو په ګډون ستره غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د ملت په یووالي، پرمختګ او د اسلامي امارت او ولس تر منځ د واټن پر لا کمولو او لا زیاتې همغږۍ خبرې شوې دي.

په یاده غونډه کې د ولسي خلکو او علماوو په شمول ګڼو چارواکو ګډون کړی او پر لا زیاتې همغږۍ یې ټینګار کړی دی.

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت، تجارت، قاچاق او کارول په مطلق ډول منع شوي دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي په یاده غونډه کې ویلي، چې موږ بايد د خپل تېر تاريخ له جريانونو درس واخلو او په دې پوه شو چې ظالمانو او د هېواد دښمنانو ته لاس ورکول او ترې د مرستې غوښتل، د هېچا په ګټه نه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پرديو په لاس هېڅکله وطن نه جوړېږي، افغانان بايد خپل وطن پخپله جوړ او هېواد له سيالانو سره سيال کړي.

د ښاغلي متقي په وینا؛ د افغانستان کمزوری کول، د ټولو په زيان دي او په نړيوالو مجلسونو کې هم ژمنې شوې او ډاډ ورکړل شوی چې نړيوال به افغانستان کې د مخالفتونو پلوي نه کوي.

د کورنيو چارو سرپرست وزیر خليفه سراج الدين حقاني ویلي، چې په جهادي دوره کې د هېوادوالو سرښندنې او قربانۍ د اشغالګرو د ماتې سبب شوې او اوس د دې وخت دی، چې ټول د اسلامي امارت تر څنګ ودرېږي او ملاتړ يې وکړي.

د کابل ولايت د عالماوو شورا ریيس شیخ خليفه دين محمد ویلي، چې د دين او شريعت نافذول، يوازې د عالمانو او مسولينو وجيبه نه، بلکې د ټولو مسلمانانو مسوليت دی چې په دې برخه کې خپله ونډه ترسره کړي‌.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد نديم دې غونډه کې ویلي؛ هغه نظامونه بريالي دي چې له علماء کرامو سره مشورې ولري او په بېلا بېلو برخو کې یې مشورې واخلي او عملي کړي.

نوموړي له علماء کرامو غوښتي، چې د اسلام سپيڅلي دين د خدمت او نظام د ساتنې او ملاتړ لپاره خپل مسئوليت ادا او خپلې مشورې له مسؤلينو سره شريکې کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطيف نظري په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره هر ډول فساد له منځه تللی، د بهرنيانو هېڅ ډول لاسوهنه نشته او هېوادوال د اسلامي امارت بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان بهرنی سیاست د نورو له خوا ټاکل کېده، خو اوس اسلامي امارت خپلواک نظام دی او خپله پاليسي پخپله جوړوي.

ښاغلي نظري د هېواد له علماء کرامو او مخورو غوښتي، چې د افغانانو د يووالي او اسلامي نظام د ساتنې او ملاتړ په لاره کې خپله ونډه ترسره کړي‌، تر څو د دښمنانو دسيسې شنډې شي.

د افغانستان د سوداګري او پانګونې خونې سرپرست محمد يونس مهمند په یاده غونډه کې ویلي، چې د هېواد اقتصادي وضعيت مخ په ښه کېدو دی او د لومړي ځل لپاره په تېر کال کې افغانستان د شاوخوا دوه ميليارده ډالرو په ارزښت صادرات درلودل.

د نوموړي په وینا؛ په دومره لوړه کچه صادرات د هېواد د سوداګرۍ په تاریخ کې بې ساري ګام دی.

ښاغلي مهمند زیاته کړې، چې خصوصي سکټور له تامین شوي امنيت څخه راضي دی او له اسلامي نظام څخه بشپړ ملاتړ کوي.