ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په کابل کې د علمای کرامو او متنفذینو د ولسي غونډې پرېکړه لیک

۱. په کابل کې د علمای کرامو او متنفذینو ولسي غونډه د افغانستان اسلامي امارت د خپل مجاهد ولس د کوشش او قربانیو ثمره بولي او ملاتړ یې د ټولو شرعي او ملي وجيبه بولي.

۲. علمای کرام او مخور پر امارت غږ کوي چې نړۍ سره په تعامل کې د اسلامي شریعت، خپلواکۍ او د افغانستان د حيثيت، ملي مصالحو او د عصر د غوښتنو په نظر کې نيولو سره سم له لازمې تګلارې څخه کار واخلي او له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه کوي، چې د افغانستان حاکم نظام او ځمکنيو واقعیتونو سره معقول او مسولانه چلن او تعامل وکړي، ترڅو د دواړو لوريو ترمنځ د لازم تفاهم او بشپړ رسمي تعامل زمينه برابره شي.

۳. اسلامي امارت دې د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ له ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره اقتصادي اړیکي نوري هم پیاوړي کړي، تر څو د هېواد په صادراتو او وارداتو کې سهولتونه زیات شي او افغاني محصولاتو ته ښه مارکېټ پیدا شي.

۴. د غونډې ګډونوال د هېواد په ټولو تجارانو او سرمایه دارانو غږ کوي، چې په هېواد کې پانګونه زیاته کړي او هېوادوالو ته د کار بوختیاوې برابرې کړي.

۵. علماء او مخور له اسلامي امارت څخه غواړي، چې په هېواد کې د پانګونې، معدنیاتو او په ښارونو کې د تعمیراتو د جوړولو په اړه په قوانینو او حکومتولۍ کې سهولت زیات کړي او خنډونه له منځه یوسي ترڅو پروسې چټکې او ساده شي او هم د کار فرصتونه زیات شي.

۶. د غونډې ګډونوال په هېواد کې د دیني او معاصرو علومو پر ضرورت او د تعلیمي او روزنیزو بنسټونو په  پیاوړتیا ټینګار کوي او له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د اسلامي ارزښتونو او د افغاني ټولنې د دودونو په پام کې نیولو سره په‌ دې برخه کي رغنده اقدامات وکړي.

۷. علمای کرام او د غونډې ګډونوالو د نشه يي توکو سره د مبارزې، د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې، د ګدایانو ستونزو ته رسیدگي او هغه ناوړه دودونو چې د جامعې د گمراهي سبب گرځېد‌‌ل د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د مدبرانه او مشفقانه کړنو ستاینه کوي او په ټولنه کې د اصلاحي پروګرامونو په تدریجي او نرم ډول د تطبیق په برخه کې له امارت څخه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.

۸. د غونډې ګډونوال پر ټولو ملکي او نظامي امارتي ادارو غږ کوي چې د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن پارتې شي او پرېنږدي چې څوک امارت بدنام، ولس ازار او بیت المال ته زیان واړوي.

9. د غونډې ګډونوال په هېواد کې د سرتاسري امنیت او ثبات څخه خوښي څرګندوي او پر امنيتي او دفاعي ادارو غږ کوي چې د هېواد د امنیت د تامین او د سرحدونو د ساتنې په برخه کې ځانګړې پاملرنه همداسې جدي ولري او اجازه ورنه کړي چې راغلی امنيت او ثبات د فتنه‌ګرو او ورانکارو ډلو لخوا وننګول شي.

10. د غونډې ګډونوال له نړيوالې ټولنې څخه جدي غوښتنه کوي چې له موجوده حکومت سره لازمې مالي مرستې وکړي او د بانکي بنديزونو د لرې کولو او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو په برخه کې دې چټک ګامونه واخلي.

۱۱. مونږ د غونډې ګډونوال د اسلامي امارت له ټولو مسئولینو څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې د عاليقدر امیر المومنین حفظه الله ټول حکمونه او فرامین په اړوندو برخو کې عملي کړي او سرغړونکو سره جدي چلند وکړي.

۱۲. مونږ د غونډې ګډونوال یو ځل بیا د اسلامي امارت له مشرتابه  د عاليقدر امیر المومنین حفظه الله

سره د خپل بیعت تجدید کوو، همدغه شان مونږ د کابل ولایت مرکز او ولسوالیو ټول ولسونه د اسلامي امارت حمایت او ملاتړ اعلانوو.