ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تخار کې ستره ولسي غونډه؛ د رسېدنې په موخه د ملت ستونزې واورېدل شوې

تخار کې د “هوسا ولس او مسول نظام” تر عنوان لاندې ولسي غونډه وشوه، چې د ملت ستونزې او مشکلات پکې واورېدل شول او د حل کولو او رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

په یاده ولسي غونډه کې ګڼو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و، چې د یاد ولایت د ولسونو تر منځ له تود هرکلي سره مخ شوه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خيرخواه ویلي، چې محبت او اخوت په پيسو نه، بلکې په شريعت سره راوړل کېږي او د کاميابۍ يوازينی راز يووالي کې دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي نظام دښمنان هېڅکله د افغانستان خپلواک او واحد نظام نه غواړي او تل یې هڅه کړې، چې دسیسې ورته جوړې کړي، خو افغانان تل د نظام ترڅنګ ولاړ دي او شومې دسیسې یې شنډوي.

د ښاغلي خیرخواه په وینا؛ زموږ نظام يو بشپړ اسلامي نظام دی، چې د شهيدانو په پاکو وينو او د هېواد د مجاهدو ولسونو په ملاتړ او سرښندنو واکمن شوی دی.

د هېواد لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت یاده غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره یو ځل بیا د افغانانو تر منځ ملي یووالی رامنځته شوی او د دښمنانو شومې دسیسې شنډې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان ملت د تاریخ په اوږدو کې پر خپل یووالي یرغلګر په ګونډو کړي او هېڅکله یې د اشغال او اشغالګرو تر تسلط لاندې ژوند نه دی کړی.