ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت د امریکا د استازو جر ګې ادعا په کلکه رد کړه

د اسلامی امارت ویاند مولوی ذبیح‌الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه کې په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتون ادعا رد کړه.

ښاغلي مجاهد به خپله ایکس پاڼه « پخوانی ټویټر » کې لیکی: « موږ د امریکا د استازو جرګې له آدرسه هغه شوې ادعا په کلکه ردوو چې وايي په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري او یا چاته خطر متوجه دی.»

د اسلامي امارت ویاند په وینا:« افغانستان یو واحد او قوي حکومت لري، چې په ټوله جغرافیه بشپړ واک او کنترول لري او هیچاته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د چا پر خلاف وکاروي.»