ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا خیرالله خیرخواه د بدخشان د ژورنالیستانو ستونزې او غوښتنې اورېدلې

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خيرخواه او د دې وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي د بدخشان له ژورنالیستانو او د رسنيو له استازو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ژورنالیستانو او د رسنيو استازو د رسنيو د فعالیت جواز، اطلاعاتو ته د لاسرسي او نورو اړوندو برخو کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه شریک کړي او د حل غوښتنه يې کړې ده.

دوی د اسلامي امارت د مسولينو له همکاريو په مننې ژمنه کړې، چې په ټول توان سره به د نظام د تقویت او د هېوادوالو د خدمت لپاره فعالیت وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خيرخواه د اطلاعاتو او کلتور وزارت او رسنيو ترمنځ پر لا زياتې همغږۍ ټينګار کړی او ویلي یې دي؛ هڅه کوو چې د حکومتي رسنيو ترڅنګ، د خصوصي رسنيو ملاتړ وشي او ستونزې يې حل شي.

نوموړي د امکاناتو په حدودو کې د همکاري ډاډ ورکړی او له ژورناليستانو او د رسنيو له استازو يې غوښتي، تر څو حقايق او هغه څه خپاره کړي، چې د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي د ټينګښت سبب شي او د هغه څه له خپرولو دې ډډه وکړي، چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پرخلاف وي.

همدا رنګه مهاجر فراهي هم ډاډ ورکړی، چې رسنيو ته پر وخت د اطلاعاتو د ورکولو په اړه له اړوندو امارتي ادارو سره خبرې کړې او په دې برخه کې د وزارت هڅې دوام لري.