د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او مخورو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دوی د یادې ولسوالۍ د اجتماعي او اقتصادي مسایلو په اړه خبرې کړي، د خدماتو وړاندې کولو او د خلکو د امنیت د ټینګښت په برخه کې یې د اسلامي امارت د مسوولینو او مجاهدینو قدردانی کړی دی.
دغهراز یادو علماوو او مخورو د ښوونې او روزنې، روغتیا او پراختیایي چارو لکه د سړکونو او د اوبو بندونو جوړولو په برخو کې د خلکو غوښتنې شریکې کړې دي.
مولوي عبدالسلام حنفي د ګرزیوان ولسوالۍ علماوو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د امنیت ټینګښت او خلکو ته د خدماتو وړاندې کول د اسلامي امارت له مسولیتونو بللي دي.
نوموړي د دوی د غوښتنو په اړه ویلي، د سړکونو او د اوبو بندونو جوړولو په څېر شریک شوي موضوعات د هېواد په پراختیا او ابادۍ کې ځانګړی ارزښت لري او اسلامي امارت به د امکان ترحده په یادو برخو کې اړین اقدامات وکړي.

