ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1150

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۲۵/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۶/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۳) کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۱۱۶) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۸) تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته (۲۹۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې (۶) کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي: مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۰) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۲) تنه بکلوریا سند لرونکي، (۷) تنه غریبکار او (۵) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۴) تنه کیږي، ثبت کړي دي. یادې کمېټې په تورخم کې (۱۷۷) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷) تنه و، کندهار او غزني ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۳۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له (۲۲) کورنیو سره مجموعاً (۱۹۴۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن (۱۴) کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول: غذا: نن په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۱۷۲) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې. روغتیا: په سپین بولدک کې (۶۵) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي. همدارنګه (۱۴۸) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی. البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم مهاجرینو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي. مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو مهاجرینو ته (۸۲) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۱) تن د بکلوریا سند لرونکی، (۱۸) تنه غریبکار او (۱۳) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۲۳) تنه کیږي، ثبت کړي دي. یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۲۶) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۱۹۰۳) تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۸) کورنیو سره چې د غړو شمیر یې (۱۱۹) تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې مجموعاً (۲۸۰) زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې (۹۲) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۲۳۹) تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۲) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو: یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۱۵) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۲۵۶) تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا کې (۷۹) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹۰) را ستنو شوو کورنیو سره (۶۹۴۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۲۱۰) کورنۍ، (۶۱۱) افراد لېږدول شوي

مهاجرین: (۸) کورنۍ، (۵۵) افراد مرسته شوي

مهاجرین: (۱۴۰) کورنۍ لنډمهالي مېشت شوي

مهاجرین: (۱۹۱) کورنۍ وېشل شوي

سیمکارتونه: (۲۱۴) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

لوګر کې څلور تاریخي ابدې، شپږ نوې لرغونې سیمې او ۱۹ تاریخي کلاګانې کشف شوې

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، چې یاد ولایت کې څلور تاریخي ابدې، شپږ نوې لرغونې سیمې او ۱۹ تاریخي کلاګانې کشف شوې او ثبت شوې.

د مسولینو په وینا؛ یادې تاریخي ابدې او لرغونې سیمې د اسلام او اسلام څخه وړاندې تاریخي دورو پورې تړاو لري، چې د مرکز پل‌علم په ګډون خوښۍ، برکي برک، محمداغې، څرخ او خروار ولسوالیو کې موقعیت لري.

د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، چې یاد تاریخي اثار د لرغون پوهنې ریاست مسلکي پلاوي او اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکاري کشف شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې اوس‌مهال لوګر کې ۱۲ لرغونې سیمې، ۱۶ تاریخي ابدې، شاوخوا شل تاریخي کلاوې، ۱۹ مشهور زیارتونه او ۶ تفریحي سیمې شتون لري، چې دوې تاریخي ابدې یې رغول شوې دي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت له ماینونو څخه د اغیزمن شویو هېوادوالو لاسنیوي ته ژمن دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون (پنجشنبه د وری ۱۶مه) د ماینونو خطر په تړاو د پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې ناسته کې ګډون او وینا وکړه.

په دې ناسته کې چې د اسلامي امارت یو شمېر نورو مشرانو او مسؤولینو هم ګډون درلود محترم مولوي عبدالکبیر ماینونه او چاودېدونکي توکي د هېواد په کچه لویه ستونزه بللې او ویلي یې دي، چې لا هم افغانانو ته ځاني او مالي زیانونه رسوي.

نوموړي د ماین‌پاکۍ له ادارو او په دې برخه کې د مرستندویه بنسټونو له همکاریو په مننې ویلي، چې افغانستان کې د واحد نظام په راتګ او د بشپړ امنیت په ټېنګښت سره د ماین پاکولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

دغه‌راز همکارو ادارو او بنسټونو ته یې ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت یې تر څنګ ولاړ او د اړوندو ادارو تر منځ د اغېزمنې همغږۍ په موخه هڅې کوي.

محترم مولوي عبدالکبیر ماینونه او چاودېدونکي توکي هېواد کې د پرله‌پسې اشغال پایله یاده کړې او په وینا يې؛ د ماینونو له امله ګڼ شمېر افغانان شهیدان او معلول شوي او اسلامي امارت ژمن دی چې له ماین څخه د اغېزمن شویو لاس نیوي ته ادامه ورکړي.

په پای کې سیاسي مرستیال د ماین‌پاکۍ د پروګرام چې غیرې سیاسي او بشردوستانه فعالیت لري د دوام او اغېزمنتیا لپاره د نړیوالو مرستې اړینې بللې او همدارنګه د ماینونو د خطر په تړاو یې د پوهاوي په موخه اړونده حکومتي ادارو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

د پاکستان سفارت له مرستیال شارژدافیر سره د کډوالو چارو وزارت د مسلکي مرستیال لیدنه؛ د افغان کډوالو په ستونزو خبرې شوې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل کابل کې د پاکستان سفارت له مرستیال شارژدافیر جنید وزیري او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په یاده لیدنه کې پاکستان کې د افغان کډوالو په ستونزو، تګ راتګ کې په اسانتیاوو او ځانګړي ډول سږ کال له دې هېواد څخه د حج لپاره تلونکو افغان کډوالو ته د وېزو او نورو اسانتیاوو په چمتو کولو خبرې شوې دي.

د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل ویلي، چې د کډوالو موضوع دوه اړخیزه موضوع ده او د دوی په اړه پرېکړې هم باید ددواړو هېوادونو په تفاهم سره وشي. دغه‌راز د یوه ګډ میکانیزم تر رامنځته کولو پورې باید دوی ونه ځورول شي.

د پاکستان سفارت مرستیال شارژدافیر افغان حاجیانو ته د تګ راتګ اسانتیاوو برابرولو لپاره چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي، چې د کډوالو د ایستلو لپاره تر اوسه وروستی ضرب‌الاجل نه دی ټاکل شوی او یوازې د معلوماتو راټولولو پرېکړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد اړین موضوعات به له اسلام اباد سره شریک او د هغوی له لارښوونې سره سم به یې په اړه اقدامات وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۲۴/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۵/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۴) کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۱۲۲) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹) تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته (۱۸۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې (۷) کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۷) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۲) تنه بکلوریا سند لرونکي، (۱) تن حافظان، (۱۴) تنه غریبکار او (۱۱) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۲۸) تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې (۲۵۰) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۷) تنه و، کابل، هرات، غزني او زابل ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۴۲۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له (۱۳) کورنیو سره مجموعاً (۱۱۶۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن (۲۷) کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: نن په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۳۱۰) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۱۳۸) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

همدارنګه (۲۰۹) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم مهاجرینو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو مهاجرینو ته (۸۶) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۳) تنه حافظان، (۱) تن د وړې دورې فارغ، (۲۷) تنه غریبکار او (۱۶) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۴۷) تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۲۶) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۴۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۱۲۶۱) تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵) کورنیو سره چې د غړو شمیر یې (۶۹) تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې مجموعاً (۱۵۰) زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې (۴۲) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۱۶) تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۰) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۶۷) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۴۷) تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا کې (۴۳) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۷) را ستنو شوو کورنیو سره (۲۹۲۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۳۱) کورنۍ (۴۲۲) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۲۲) کورنۍ (۱۱۶) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۷۵) کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۱۱۹) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۹۳) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

ایران کې پر دوو امنیتو پوستو وسله‌وال برید؛ لږ تر لږه ۱۵ امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د ایراني رسنیو د راپورونو پر اساس؛ تېره شپه وسله‌والو د ایران په چابهار او راسک ښارونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د سیستان بلوچستان سیمې امنیتي مرستیال علي رضا مرحمتي یاد بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي، چې لا هم نښتې روانې دي.

ویل کېږي چې په دې نښتو کې د چابهار سیمې پولیسو ۱۱ مرکز افسر عباس میر وژل شوی دی.

د ایراني چارواکو په وینا؛ تر اوسه ۸ برید کوونکي وژل شوي او د پاتې نورو د نیولو هڅې روانې دي.

مسولین وايي، چې وضعیت نارمل او تر کنټرول لاندې دی او د سیمې د پاکولو هڅې روانې دي.

ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۱۱ میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۱۱ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور کړل.

د ملي تدارکاتو کمیسیون نوبتې غونډې ته، چې د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۱۵مه نېټه جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور، د څلورو لغوه او د یوې پروژې د قرارداد په اړه ټاکل شوې کمیټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو په هراړخیز ډول یې وڅېړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمیسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

په منظور شویو پروژو کې د کابل-کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې پاتې چارو بشپړول، د کنړ-نورستان سړک د تخریب شویو ساحو بیارغونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند پروژې، د ملي دفاع وزارت مرکزي قطعاتو او جزوتامونو لپاره د هغوی د اړتیا وړ توکو برابرول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

د سکاټلنډ لومړی وزیر: برېتانیا دې پر اسرائیلو د وسلو پلور بند کړي

د سکاټلنډ لومړي وزیر حمزه یوسف د برېتانیا لومړي وزیر ریشي‌سونک ته په یوه استولي لیک کې له نوموړي غوښتي، چې اسرائیلو ته پر صادروونکو وسلو دې بندیز ولګوي.

دغه‌راز په یاد استول شوي لیک کې له دې وړاندې د یوه بل لیک، چې د فبروري په ۲۳مه برېتانوي حکومت ته استول شوی، یادونه شوې، چې اسرائیلو ته د وسلو صادراتو د بندیز غوښتنه پکې شوې وه. خو له برېتانوي لوري څخه یې نه ځواب ترلاسه کړی او نه د وسلو د صادراتو بندیر اړوند کوم اقدام شوی دی.

ښاغلي حمزه یوسف په لیک کې ویلي:

“زه یو ځل بیا لیکم چې برېتانیا دې سمدلاسه اسرائیلو ته د وسلو لېږد ودروي. د ملکي وګړو او د هغو بشرپاله کارکوونکو، چې له لوږې او تاوتریخوالي سره مخ فلسطینیانو ته مرستې رسوي، مرګ‌ژوبله د زغم وړ نه ده. اسرائیلو ته د وسلو په لېږد او ورکړې سره برېتانیا د ملګي وګړو په وژنه کې د ښکېلتیا له ګواښ سره مخ ده.”

نوموړي یاد لیک داسې مهال د برېتانیا لومړي وزیر ته استولی، چې څو ورځې وړاندې د صهیونیستي یرغلګرو په هوایي برید کې د درې برېتانویانو په ګډون د یوه نړیوال خیریه بنسټ اووه کارکوونکي ووژل شول.

د سکاټلنډ لومړي وزیر څو ځله د صهیونیستي یرغلګرو له لوري پر بې‌ګناه فلسطینیانو د بریدونو په غبرګون کې اسرائیلو ته د وسلو د لېږد بندیز غوښتنه کړې ده.

فوټبال؛ د کابل رمضان جام فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

څه موده وړاندې د کابل ولایت د فوټبال فدراسیون له لوري د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د کابل په کچه دغوره څېرو موندلو په موخه پیل شوې، د فوټبال رمضان جام سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د ۳۲ لوبډلو ترمنځ په ناک‌اوټ/حذفي بڼه ترسره شوې، چې نږدې ۱۸ ورځې یې دوام وکړ.
د دې سیالیو پایلوبې ته اتحاد او امرخېل لوبډلو لار موندلې وه، چې لوبه په خپل قانوني وخت کې مساوی پای ته ورسېده، خو په پنالتیانو کې اتحاد لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته ۵ ـ ۴ ګولونو په توپیر ماته ورکړي او د یادو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.