ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1158

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت په تېر کال کې ۸۷ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په تېر ۱۴۰۲ کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي.

 د دې ولایت خلک له ورزش سره ډېره مینه لري، چې تل یې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بدني روزنې او سپورټ امریت او بېلابېلو فدراسیونونو په همکارۍ او لارښوونه د مختلفو مناسبتونو په پار ورزشي پروګرامونه ترسره کړې دي او د خلکو لپاره یې د غوره تفريح زمینه برابره کړې ده.

 په بادغیس ولایت کې ۲۰ فدراسیونونه فعالیت لري، چې سږ کال یې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په مختلفو برخو کې ۸۷ لویې او وړې ورزشي پروګرامونه ترسره کړې دي، چې ۵۸ یې په مرکز او ۲۹ یې په ولسوالیو کې ترسره شوې.

 په یاد ولایت کې د پخوا په پرتله ورزش ډېره وده کړې، چې ښه بېلګه یې د یاد ولایت په کم نفوسه مرکز کې د ۱۹ ورزشي کلبونو شتون دی او همدارنګه د یاد ولایت په ولسوالیو کې هم د مختلفو برخو ۱۵ ورزشي کلبونه فعالیت لري، چې ټول تعداد یې ۳۴ ورزشي کلبونو ته رسیږي.

 د بادغیس ولایت ورزشکارانو په لسو ولایتي سیالیو کې ګډون کړی، شپږ ځله یې لومړی او څلور ځلې یې درېیم مقامونه ترلاسه کړي او په دغو سیالیو کې یې ۱۱ د سرو زرو، یو د سپین زرو او دوه د برنزو مډلونه ګټلي دي.

 د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د بیارغونې په برخه کې د فوټبال مرکزي میدان شاوخوا د ۴۲۲ زره او ۸۱۲ افغانیو په ارزښت اوسپنیز جال راګرځولی او خوندي کړی یې دی.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر: د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول یې لومړیتوبونه دي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د ,IRC, ACF, Save the children IMC او HNTPO موسسو له استازو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د یادو موسسو له لوري په ترسره شويو کړنو، د روغتیا په برخه کې د معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کېدو او ګنو نورو موضوعاتو خبرې شوي دي.
د یادو موسسو استازو د تېر کال فعالیتونه د عامې روغتیا سرپرست وزیر سره شریک کړي دي.
ډاکټر قلندر عباد له اړوند مسولینو غوښتي، چې په دې برخه کې خپلې کړنې او خدمتونه لا پیاوړي کړي؛ تر څو په معیاري ډول هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
همداراز په دې لیدنه کې د موسسو استازو له لوري د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار شوي.

زرنج ښاروالي: نیمروز کې د څه باندې ۵۷ میلیونه افغانیو په ارزښت یو سوداګریز مارکیټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

نیمروز ولایت کې د زرنج ښاروالۍ له لوري په راټولو شویو عوایدو یو سوداګریز مارکېټ جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د نیمروز ولایت د دفتر ییس انجنیر حامد شاهین د زرنج ښاروال او یو شمېر نورو مسولینو ګډون کړی و.

یادو مسولینو ویلي؛ اوس هغه وخت رارسېدلی، چې د افغانانو له لوري ورکړل شوې هره افغانۍ د هېواد په بیارغونه مصرفیږي او د زرنج ښاروالۍ له عوایدو څخه د یاد سوداګریز مارکېټ پرانیستل د دې خبرې ښکاره بېلګه ده.

ولایتي مسولینو همدارنګه روان لمریز کال په نیمروز ولایت کې د یو شمېر نورو رغنیزو پروژو د پلي کولو ډاډ ورکړی دی.

یاد سوداګریز مارکیټ د څه باندې ۵۷ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی، چې مصرف یې د زرنج ښاروالۍ له بودیجې څخه ورکول شوی دی.

د ډاکټر قلندر عباد او د روغتیا نړیوال سازمان د مشر لیدنه؛ د روغتیايي پرسونل په ظرفیت لوړونې خبرې شوي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر او د اوچا دفتر له مسولینو سره لیدنه کړې.

په لیدنه کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر جمشېد، د بشري او پرمختیايي ټولنې مشر ادریکا راتوت، د اندریکا د دفتر رییس فادې المیوچي او د اوچا دفتر مشرې ازابیل مورسادکارلسن ګډون درلود.

په یاده لیدنه کې د روږدو ناروغانو د درملنې، د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د پلي کوونکو موسسو د فعالیتونو، د روغتیا په برخه کې پر تلپاتې همکارۍ او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې شوي دي.

 د عامې روغتیا سرپرست وزیر ویلي؛ د هېواد ټولو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول زموږ د لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کوو ترڅو، د روغتیا په برخه کې د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه او هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

ډاکټر قلندر عباد زیاته کړې، د افغان روغتيايي پرسونل ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده او په همدې برخه کې هڅه کوو تر څو د ظرفيت لوړونې لپاره یې زمينه برابره کړو.

همداراز په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی.

د اوبو او انرژۍ وزارت مسولینو او د ملګرو ملتونو استازو لیدنه؛ د اوبو په مدیریت خبرې شوي

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر آخوندزاده په یوه ناسته کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې  سازمان له ریيس ریچارد ترینچارد سره د دواړو لورو ترمنځ د ګډې همغږۍ او همکارۍ په اړه خبرې کړي.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر په دغه ناسته کې، په هېواد کې د پرله پسې وچکاليو او اقلیمي بدلونونو وضعیت ته په اشارې سره د اوبو او انرژي وزارت او نړیوالو سازمانونو ترمنځ د اوبو په سکتور کې ګډه همکاري ارزښتمنه بللې او په دې برخه کې یې په ګډې همغږۍ ټینګار کړی دی.

ورته مهال، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ریيس هم په مرکز او ولایتونو کې د همغږۍ او تخنیکي همکارۍ پياوړتیا د اوبو د مدیریت پروژو د پلي کولو په برخه کې ګټور او اغېزمن بللی او ډاډ یې ورکړی، چې دغه سازمان چمتو دی چې د اوبو سکتور د چارو په پرمخ وړلو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سره یو ځای همکاري وکړي.

امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د شکایتونو اورېدلو نوی قانون تصویب کړ

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت مسولینو پرون په یوه خبري کنفرانس کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د دې وزارت د شکایتونو اوریدلو د نوي قانون له تصویب او توشیح څخه خبر ورکړ.

د دې وزارت د شکایتونو اوریدلو مرستیال شیخ سید علي صدیق الله وایی؛ دا قانون یوه مقدمه، دوه فصلونه او ۲۳ مادې لري چې له دې وروسته په ټولو امارتي ادارو کې د تطبیق وړ دی.

دغه‌راز د یاد وزارت د شکایتونو اوریدلو او تصنیف رییس مولوي موسی کلیم عاصم وایی، چې د دې قانون د دویمې مادې له مخې ټولې امارتي ادارې د خلکو شکایتونو او عدالت تامین لپاره مکلفې دي.

د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اوریدو وزارت مسولین زیاتوي، چې د دې وزارت دوه سوه کارکونکي شپه او ورځ د خلکو شکایتونو ته رسیدنه کوي او په ټولو امارتي ادارو کې د شکایتونو اوریدلو صندوقونه نصب شوي دي.

فوټبال؛ افغان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړیوال جام غواروي سیالیو کې هند ته ماتې ورکړه

افغان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړیوال جام او ۲۰۲۷ اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لار موندنې په دویم پړاو سیالیو کې ۱/۲ هندوستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د هندوستان په کوربتوب په ګواهټي ښار کې ترسره شوه، چې د افغانستان لپاره پکې رحمت اکبري او شریف محمد یو-یو ګول ترسره کړل.

د یادې لوبې په لومړۍ نیمايي کې هندوستاني لوبډلې یو ګول وکړ او په دویمه نیمايي کې افغانستان د دوو ګلونو په کولو سره سیالي پر خپل نوم کړه.

د هند او افغانستان تر منځ تېره لوبه، چې د عربستان په ابها لوبغالي کې ترسره شوې وه، مساوي پای ته ورسېده.

افغان فوټبال ملي لوبډله، چې د کویټ، قطر او هند سره په ګروپ کې ده، ۴ امتیازونه لري.

په دې ګروپ کې قطر تر دې مهاله درې لوبې ګټلې او لومړی مقام لري، هند بیا په دویم مقام سره دوې لوبې بایللې، یوه یې ګټلې او یوه بله یې مساوي کړې ده. افغانستان درېیم مقام لري، چې دوې لوبې یې بایللې، یوه یې مساوي کړې او یوه یې ګټلې ده. او کویټ بیا یوه ګټلې او دوې یې بایللې دي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان له قطر او کویټ سره د بېرته راتګ یوه-یوه لوبه لري.

د مولوي امیرخان متقي او پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال لیدنه؛ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا خبرې شوي

د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خرم آغا او ورسره  راغلي پلاوي لیدنه کړې. 

په دې لېدنه چې موخه یې د سوداګریزو، ترانزيټي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا وه؛ په پیل کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ په یادو برخو کې پر شته ستونزو او د هغوی پر حل لارو هر اړخیزې خبرې کړي دي.

دغه راز مولوي امیرخان متقي د دواړه هېوادونو ګډو مشترکاتو او ولسي ارزښتونو ته د درناوي په اړه ویلي، حکومتونه یې د ټینګښت مسولیت لري.

ښاغلي متقي همداراز لازمه ګڼلې، چې په سوداګرۍ او ترانزيټ برخو کې دې د شته ستونزو د حل لپاره هم په ګډه او مخلصانه ډول اقدامات وشي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال له افغان حکومت څخه افغانستان ته د عوت ورکولو له امله د مننې ترڅنګ ویلي، دوی د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مسولینو سره په خبرو بوخت دي او زیاته کړې یې ده، په لند وخت کې به په یادو ساحو کې ټولو شته ستونزو ته د امکان تر بریده د حل لارې ومومي.

د ناستې په پای کې دواړه لوریو د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا ترڅنګ د ډیورنډ پر فرضي کرښه په عبوري لارو کې د مسافرو، ناروغانو او سوداګرو د تګ راتګ په اړه د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

‎د یوناما د بشري چارو مرستیال له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې؛ د بشري مرستو په پار مو له مرستندویه هېوادونو ۳ میلیارده ډالر غوښتي

‎د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکیبر کابل کې د یوناما د بشري چارو له مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي ټولنې له مشر اندریکا را توت او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

‎ د یوناما د بشري چارو مرستیال له مرستندویه ادارو سره د اسلامي امارت همکاري، میلیونونو افغانانو ته د مرستو رسولو په برخه کې ارزښتناکه بللې او ویلي يي دي، تېر کال د هرات له زلزله ځپلو او له پاکستان څخه د را ویستل شویو افغانانو سره د ملګرو ملتونو مرستې مهمې وې.

‎نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو په موخه له مرستندویه هېوادونو څخه د ۳ میلیارده ډالرو د غوښتنې تر څنګ پلان لري د ظرفیت لوړولو په برخه کې هم ۲ میلیارده ډالر وغواړي.

‎ اندریکا را توت له پاکستان څخه د افغان کډوالو د دویمې لړۍ د پېلېدلو له امله اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته باید خپلو مېنو ته د تګ لپاره پوره وخت  ورکړل شي او وېستلو ته اړ نشي.

هغه دغه راز له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند ناسم او د بشري  مرستو پروړاندې خنډ یاد کړی دی.

‎ را توت د کډوالو په اړه د کابل او اسلام آباد ترمنځ په خبرو اترو د ټېنګار تر څنګ ویلي، چې نوموړی به په نږدې راتلونکي کې هغه هېواد ته سفر وکړي او د پاکستان له چارواکو سره د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړي.

‎نوموړي د کاسا زر سیمه ییزې پروژې د پيل په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي او ویلي يي دي، په افغانستان کې له پانګونې ملاتړ کوي او د اقتصادي ودې په موخه له افغان او نړیوالو اړخونو سره خبرې کوي، څو په افغانستان کې بانکي خنډونه لرې شي.

‎په کابل کې د یوناما د بشري چارو مرستیال د دوحې راتلونکې ناستې ته په اشارې سره ویلي، دوی به د یادې ناستې له لارې د اسلامي امارت لاسته راوړنې له نړیوالو سره شریکې کړي.

‎ مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د پر له پسې وچکالۍ او اسلامي امارت ته د فقر او لوږې په میراث پاتې کېدو له امله افغانان بشري، پراختیايي او د ظرفیت لوړولو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري او د ملګرو ملتونو او مرستندویه بنسټونو د بشري مرستو له امله یې مننه کړې ده.

‎ د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال یادونه کړې، چې په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان څخه د افغانانو ويستل د مرستې رسولو پروسه او بشري حالت زیانمنوي او ټینګار یې کړی، چې باید له کډوالو څخه سیاسي ګټه وانه خیستل شي.

‎د نوموړي په وینا؛ دا مهال افغانستان امن دی، فساد، د مخدره توکو کښت او زورواکي پای ته رسېدلې او پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې ده.

سیاسي مرستیال غوښتنه کړې، چې اسیا پراختیايي بانک او نور بنسټونه دې په افغانستان کې خپلې نیمه پاتې پروژوې بشپړې کړي.